Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جان کیري : دافغانستان د ټاکنو شخړې ته د هواري لارې لټوو

کابل ( پژواک، ۲۰ چنګاښ ۹۳ ) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د ولسمشرۍ له داړو کاندیدانو سره تر لیدنې وروسته ویلي چې افغانستان له یوې نازکې مرحلې څخه تیریږي.

جان کیري چې تیره شپه د افغانستان د ټاکنو د شخړې د هواري لپاره افغانستان ته راغلی، نن سهار یې ولسمشر حامد کرزي سره تر لیدنې وروسته دولسمشرۍ دواړو کاندیدانو ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني سره لیدلي دي.

هغه تر دې لیدنو وروستو ویلي چې په افغانستان کې دسیاسي واک د لیږد پروسه ځوړنده ده، ځکه نو په دې برخه کې ډیر هلو ځلو ته اړتیا لیدل کیږي.

جان کیري ویلي چې افغانستان اوسمهال له یوې نازکې مرحلې څخه تیریږي، ځکه نو دوی هڅه کوي، چې د ټاکنیزو شخړو ته د هواري یوه لاره پیدا کړي.

هغه  له اړوندو ارګانونو وغوښتل چې په ټاکنو کې ددرغلیو او نا قانونیو په اړه شوې ادعاوې په سمه توګه وڅیړي ترڅو ددغې پروسې قانوني حیثیت تر سوال لاندې رانشي.

دامریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ولسمشرۍ کاندید ډاکټر اشرف غني سره دلیدنې پر مهال ډاکټر غني دامریکا ددې وړاندیز ملاتړ وکړ، چې ددرغلیو په اړه ټول شکایتونه په سمه توګه وڅیړل شي.

د ولسمشرۍ بل کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله سره دلیدنې پر مهال جان کیري ویلي چې هیواد یې دیوه متحد، پیاوړی او دیموکرات افغانستان غوښتونکی دی.
دامریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هر هغه څوک چې په قانوني لارو ولسمشر وټاکل شي، هغه باید ټول خلک له ځانه سره یو ځای او د راتلونکي په اړه سفر وړي.

هغه زیاته کړې  : (( زه همدې لپاره دلته راغلی یم، ځکه چې ولسمشر بارک اوباما یو قوي او متحد افغانستان غواړي، موږ هیله مند یو چې دټاکنو په اړه شوي سوالونه او تورونه ژر تر ژره هواره شي.))

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.