کابل ( ۲۰ چنګاښ ۹۳ ) : دامریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري چې د افغانستان د ټاکنو د شخړې د هواري لپاره کابل ته راغلي، ولسمشر حامد کرزي او دواړو نوماندانو سره دلیدنو ترڅنګ یو شمیر نورو لوړو پوړو افغان چارواکو سره یې هم لیدلي دي.
جان کیري تیره شپه د ټاکنو د شخړي د هواري په موخه کابل ته رسیدلی و او نن سهاریې لومړی ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل او تر هغې وروسته یې له دواړو کاندیدانو ډاکټر اشرف غني احمدزی او ډاکټر عبدالله سره هم ولیدل.
دغه راز هغه نن دورځې په اوږدو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش سره هم ولیدل او د ملګرو ملتونو پر هغه وړاندیز یې په تفصیل سره خبرې وکړې، چې د ۴۳ سلنه رایو د بیا شمیرنې په اړه یې کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې د چنګاښ په ۲۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د امریکا د بهرنیو چاو وزیر نن مازیګر ناوخته په هغه غونډه کې هم ګډون وکړ، چې پکې ددولت لوړو چارواکو ګډون کړی و.
د سرچینې په وینا، په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزیر عمر داوودزی، د ملي دفاع وزیر جنرال بسم الله محمدي، د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، دامریکا سفیر جیمږ کننګهم او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوی قواندان جنرال جوزیف ډانفورډ هم ګډون درلود.
سرچینه زیاتوي، چې ددې غونډې پر مهال د ټاکنیزو شخړو ترڅنګ د تیرو ټاکنو پر مهال دافغان ملي ځواکونو پر مهم رول خبرې وشوې او دامریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په ښه توګه دامنیت په ټینګولو کې دافغانستان د ملي ځواکونو ستاینه وکړه.
د کورنیو چارو وزیر عمرداوودزي په دې غونډه کې په ډاګه کړه، چې ملي پولییس په تیرو ټاکنو کې بې پلوه رول لوبولی او په روانو کې حالاتو کې به هم خپل برېیتوب ساتي.
یوې بلې دولتي سرچینې ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر افغان چارواکو زور راوړی چې له تاوتریخوالي او غیر قانوني کړنو ډډه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP