Language

د پکتيکا والي: له وزيرستاني کډوالو سره به بشري مرستې تر سره شي

کابل (پژواک ٢٠ چنګاښ ٩٣): د پکتيکا والي وايي، له هغو ټولو اړو کورنيو سره به بشري مرستې ترسره شي، چې د جګړو او ناخوالو له امله له شمالي وزيرستان څخه دې ولايت ته راکډه شوې دي.

نوموړي دغه څرګندونې د جمعې په ورځ په ارګون او برمل ولسواليو کې د يوه لوړپوړي پلاوي په ملتيا، وزيرستاني کډوالو ته د مرستو د وېش پر مهال په ډاګه کړې.

د پکتيکا د والي د وياند له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې مرستو کې خېمې، کمپلې، اوړه، وريجې، بوره، غوړي، چای او د کور نور اړين توکي شامل دي، چې د وېش لړۍ يې روانه ده، ترڅو ټولو کورنيو ته دا مرستې ورسېږي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د پکتيکا والي محب الله صميم د کرښې د دواړو غاړو اوسېدونکي سره وروڼه وبلل او زياته يې کړه، دولت او ملت به له خپلو وروڼو سره د لاسنيوي په موخه هر ډول بشري مرستې وکړي.

هغه د وزيرستاني کډوالو شمېر لس زره ياد او زياته يې کړه،  چې تر دې مهاله زرو کورنيو ته يې بېلابېلې بشري مرستې رسولي او پاتې کورنيو ته د رسېدو په حال کې دي.

نوموړي له پکتيکاوالو مننه وکړه، چې يادو کډوالو ته يې په خپلو کورونو کې ځای ورکړی دی.

په دې غونډه کې د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مرستيال محمد يعقوب احمدزي د کډوالو لاسنيوی خپل کاري لومړيتوب ياد کړ او د هر راز مرستو ژمنه يې وکړه.

بايد وويل شي، چې په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ عملياتو ګڼ شمېر کورنۍ کډوالۍ ته اړ ايستې دي، چې له همدې امله زرګونه کډوال د ډيورنډ له کرښې په را اوښتو سره د پکتيکا په برمل، ارګون، ګيان، نکه او زيړک ولسواليو کې استوګن شوي، چې شمېر يې لسو زرو کورنيو ته رسېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.