Language

کندهار  ( پژواک، ۲۰ چنګاښ ۹۳ ) د کندهار ښار د لسمې ناحيې وکيل حاجي بابى له خپل مرستيال حاجي اسدالله خپل پلار سره يو ځاىه ارغنداب ولسوالۍ کې د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شول.

 

د ارغنداب ولسوال حاجي شاه محمد احمدي پېښه تائيدوي او وايي، دغه پېښه نن ماښام د روژه ماتي پر مهال د يادې شوې ولسوالۍ په مرنجان سيمه کې شوې ده.

 

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د کندهار ښار د لسمې ناحيې وکيل حاجي بابى، د هغه مرستيال حاجي اسدالله او پلار يې د يوې مېلمستيا لپاره د ارغنداب ولسوالۍ مرنجان سيمې ته تللي وو، چې وسله والو موټر سايکل سپرو ورباندې ډزې کړې او تښتېدلي دي.

 

دى وايي، په پېښه کې درې واړه ځاى پر ځاى وژل شوي او پوليسو د بريدکوونکو د نيول کېدو هڅې پيل کړې دي.

 

د کندهار ښاروالۍ وياند زمرى څرګند هم پېښه تائيدوي وايي حاجي بابى شپږ مياشتې وړاندې د خلکو په رايه د لسمې ناحيې د وکيل په توګه ټاکل شوى و.

 

هغه زياته کړه، تر ده وړاندې د يادې شوې ناحيې بل وکيل قادر جان هم په ورته توګه په يوه غلچکي بريد کې وژل شوى و.

 

د پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.

 

بل خوا نن مازديګر مهال د کندهار ولايت په نېش ولسوالۍ کې هم د ماين په يوه چاودنه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او درې نور يې ټپيان کړي دي.

 

د کندهار د امنيې قومندانۍ وياند ضيا درانى وايي، ياد شوي ملکي وګړي خپلو کورونو ته په لاره وو، چې په لاره کې د وسله والو مخالفينو له خوا پر خښ شوي ماين وربرابر شوي، چې يو ملکي وګړى يې وژلى او درې نور يې ټپيان کړي دي.

 

دغه راز د کندهار ښار په نهمه ناحيه کې هم پر پوليسو چاودنه شوې، چې له امله يې دوه ساتنمنان ژوبل شوي دي.

 

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر سرپرست دواخان مينه پال پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه د دغې ناحيې د ډبرو پله په سيمه کې هغه مهال وشوه چې پوليس په ګزمه بوخت وو.

 

دى وايي په دې پېښه کې يوازې دوه ساتمنان ژوبل شوي او بل چا ته زيان نه دى اوښتى.

 

په کندهار کې په داسې حال کې امنيتي پېښې زياتې شوې چې د روژې مياشت ده او خلک دغه مياشت په عبادتونو تېروي.