کابل، دويم تعقيب (پژواک ٢٠ چنګاښ ٩٣): په کابل ښار کې يو شمېر لاريون کوونکو د هوايي ډګر دروازه د کابو شپږ ساعتو لپاره د موټرو د تګ راتګ پرمخ بنده کړې وه او ويل يې، چې نړيواله ټولنه او يوناما دې رامنځ ته شوې ټاکنيزې ستونزې هوارې کړې.
ياد کسان چې شمېر يې لسګونو تنو ته رسېده، د جمعې د سهار له شاوخوا ٦ بجو راهيسې د هوايي ډګر په څلور لارې کې سره راټول شوي او د غرمې تر ١٢ بجو پورې يې هوايي ډګر ته د ننوتونکو موټرو مخنيوى کاوه، خو پليو کسانو ته يې اجازه ورکوله، چې هوايي ډګر ته ننوځي.
د فواد په نوم يوه لاريون کوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، د ولسمشرۍ له دويم پړاو ټاکنو څخه شاوخوا يوه مياشت تېرېږي، خو لا هم ټاکنيزې ستونزې پاى ته نه دي رسېدلي، افغانان له هر ځايه د دې ستونزې د هواري غوښتنه کوي، خو څوک ځواب نه ورته وايي.
ده زياته کړه، د خپل ننني اعتراض په اړه له نړيوالو غواړو، چې د ولسمشرۍ ټاکنيزې ستونزې هوارې او د خلکو له حقونو دفاع وکړي.
د هغه په وينا، دا چې په ټاکنو کې درغلۍ شوې دي، نو له نړيوالې ټولنې او يوناما څخه غواړي، چې دغې ستونزې ته د پاى ټکى کېږدي.
نوموړى وايي، تر هغو به دې لاريون ته دوام ورکړي، ترڅو يې غوښتنو ته مثبت ځواب نه وي ويل شوى.
دغه لاريون کوونکي په داسې حال کې له ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې د ټاکنيزو ستونزو د هواري غوښتنه کوي، چې تېره شپه ملګرو ملتونو د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کانديدانو او حامد کرزي ته د ۴۳ سلنې رايو د بيا شمېرنې وړانديز کړی دی.
دغه راز د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري تېره شپه ناوخته د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د شخړې د هواري لپاره افغانستان ته رسېدلی دی.
د کابل د هوايي ډګر د سرحدي پوليسو قوماندان حقنواز حقيار پژواک اژانس ته وويل، چې يو شمېر محدودو کسانو د هوايي ډګر د لومړي قراول دروازه د موټرو د تګ راتګ پرمخ بنده کړې، چې له امله يې مسافرين له ستونزو سره مخ شوي دي.
ده زياته کړه، د دې ستونزې له امله د هوايي ډګر مسافرين اړ دي ، چې له خپلو وسايلو سره کابو يونيم کيلومتره پلې لار ووهي، ترڅو له هوايي ډګره ووځي او يا راننوځي.
د هغه په وينا، دا چې ياده ساحه د نهمې حوزې اړوند ده، نو دوى له اړوندو امنيتي ارګانونو سره په اړيکه کې شوي او ډېر ژر به دغه ستونزه هواره شي.
خو د کابل امنيه قوماندان پاسوال ظاهر بيا وايي، چې په سيمه کې له لاريون کوونکو سره په اړيکه کى دى او د هوايي ډګر د دروازې د بندښت ستونزه به د غرمې تر دوولسو بجو پاى ته ورسېږي.
د فيروز په نوم يو مسافر چې د هوايي ډګر دروازې ته څېرمه ناست و، پژواک ته وويل: “سهار اته بجې مې پرواز و او غوښتل مې فارياب ولايت ته سفر وکړم، خو د لاريون له امله له پروازه پاتې شوم.”
له هغه حکومت، ټاکنيزو کمېسيونونو او نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د انتخاباتو ستونزې ته رسيدګي وکړي، چې له هرې ورځې لاريونونو څخه خلک په ځانګړي ډول د کابل ښاريان خلاص شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP