Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لغمان په جګړه کې ٢٣ وسله والو او ١١ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

 جلال اباد (پژواک ٢١چنګاښ٩٣): په لغمان کې د وسله والو طالبانو  او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته کې ٣٤  تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

 د لغمان د والي وياندسرحدي ځواک د چنګاښ په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار درې بجې د لغمان د الينګار ولسوالۍ د کندې او قلعټک په سيمو کې د پوليسواو  ملي اردو پر پوستو وسله والو مخالفينو ډله ييز بريد ترسره کړ، چې له امله يې نښته رامنځته شوې ده.

 هغه زياته کړه، په نښته کې ١٥ وسله وال  مخالفين ، چې درې يې ځانمرګي بريدګر وو وژل شوي او د درېيو واړو جسدونه په سيمه کې پاتې دي.

د ځواک په وينا، ٨ نور وسله وال هم شديد ټپيان دي، چې په دغو ټپيانو کې يې مشهور قوماندان زلمى هم شامل دى.

 ده زياته کړه: ((په دغه نښته کې شپږ پوليس،يو د ملي اردو افسر وژل شوي او څلور پوليس ټپيان  دي.))

د نوموړي په خبره ، چې نښتې شاوخوا پنځه ساعته دوام کړى، چې يو شمېر وسله وال په تېښته بريالي شوي او  د وژل شويو وسله والو  جسدونه  مرکز ته راانتقال شوي دي.

 ده وويل ، چې د لغمان والي ډاکټر فضل الله مجددي د افغان امنيتي ځواکونو د ميړانې او وړتيا د ستاينې ترڅنګ د وژل شويو سرتېرو کورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي دي.

وسله وال  طالبان بيا وايي ، چې په دې نښته کې يې تر ١٥ زيات دولتي سرتېري وژلي دي.   

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.