اسعد اباد ( پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٣ ) : د کونړ د وټه پور ولسوالۍ ولسوال د وسله والو له يوه بريده روغ ووت، خو ورور يې په دې بريد کې ووژل شو.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د چنګاښ په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه په نهو بجو د سرکاڼو ولسوالۍ د پشد په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د وټه پور ولسوال سيد زيور شاه باچا د ورور په کور کې له روژه ماتي څخه وروسته خپل کور ته روان و، چې په لاره کې د وسله والو مخالفينو له کمين سره مخ شو.
امنيه قوماندان وايي، چې پر دې مهال نښته رامنځته شوه، ولسوال له بريده روغ ووت ، خو ورور يې په دې بريد کې ووژل شو.
دى وايي، چې پوليس سيمې ته رسېدلي او په دې اړه يې پلـټنې پيل کړې دي.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.