Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ټولو رایو د بیا شمیرلو او د ملي وحدت حکومت په جوړولو موافقه وشوه

کابل ( ۲۱ چنګاښ ۹۳ ) : د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په منځګړیتوب دولسمشرۍ دواړو کاندیدانو د سل په سلو رایو دبیا شمیرلو او څیړلو وروسته د ملي وحدت دیوه حکومت پر جوړولو موافقه وکړه.

له اوږده انتظار وروسته دغه څرګندونې دامریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د چنګاښ په ۲۱مه، د شپې ناوخته د یوناما په دفتر کې دیوې خبري غونډې پرمهال وکړې.

په  دې خبري غونډه کې د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو ډاکټر اشرف غني احمدزی او ډاکټر عبدالله هم  برخه اخیستې وه، ددې ترڅنګ د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی یان کوبیش هم شتون درلود.

دامریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کیري وویل چې د رایو بیا شمیرل او څیړل به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې په کابل کې پیلیږي او له ولایتونو څخه به د رایو صندوقونه د ایساف په الوتکو کې کابل ته لیږدول کیږي.

هغه زیاته کړه، چې دافغانستان د ټاکنو کمیسیونونو لخوا ددویم پړاو ټاکنو ټولې سل په سلو رای د نړیوالو  او د دوواړو کاندیدانو د ناظرینو په شتون کې له سره شمیرل کیږي .

جان کیري وویل چې دواړو کاندیدانو دا موافقه هم وکړه، چې  د ټاکنو وروستۍ پایلې به مني او تر هغې وروسته به د ملي وحدت یو حکومت جوړوي.

نوموړي زیاته کړه،  چې کمیسیونونه دې د تقلب ادعاوې د نړیوالو معیارونو سره سم وڅیړي خو دا یې هم وویل چې دا څیړنه به څو اونۍ وخت اخلي ،ځکه نو یې له ولسمشر حامد کرزي چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم وځنډوي.

ټاکل شوې وه، چې داسد په ۱۱مه، د نوي ولسمشر د لوړې مراسم ترسره شي.

د ولسمشر کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله خبري غونډې ته وویل چې دامریکا په منځګړیتوب له یې له ډاکټر اشرف غني ډلې سره تخنیکي او سیاسي موافقه کړې ده.

هغه زیاته کړه، چې تخنیکي موافقه داوه، چې ټولې رایې به له سره څیړل کیږي او سیاسي موافقه داده، چې د ملي وحدت حکومت به جوړیږي.

ده وویل چې د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو د ځنډولو غوښتنه یې وکړه، چې د نورو اړخونو لخوا ومنل شوهږ

د ولسمشرۍ بل کاندید ډاکټر اشرف غني له امریکا ، نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو مننه وکړه، چې د ټاکنو دشخړې د هواري لپاره یې هلې ځلې وکړې.

هغه هم د سل په سلو رایو شمیرلو او څیړلو سره موافقه وښوده او زیاته یې کړه، چې دوی دغه کار ته ژمن دي.

اشرف غني وویل چې دا کار د هیواد ثبات لپاره اړین دی ځکه چې هر افغان ثبات غواړي.

د نوموړي په وینا، دوی  د ملي وحدت حکومت پر جوړولو موافقه وکړه.

ده زیاته کړه : (( زه په دې ببباووری نه یم چې یواځې ګټونکې ډله دې ټول حکومت جوړ کړي.))

ډاکټر اشرف غني احمدزي وویل چې له ډاکټر عبدالله سره یې په نړیوالو معیارونو د ټولو رایو د بیا شمیرلو او څیړلو موافقه کړې، دواړو منلې چې ددې څیړنې پایلې به مني او هر څوک چې ولسمشر شو، بل به یې مني.

د هغه په وینا، دوی دا پریکړه هم وکړه، چې د وروستیو پایلو تر اعلان وروسته به د ملي وحدت حکومت جوړوي،.

نوموړی وایي چې د رایو تفتیش به څو اونۍ نیسي، ځکه نو دوی له ولسمشر حامد کرزي غواړي چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم وځنډوی او دی باید خپلې دندې ته تر هغې پورې ادامه ورکړي.

هغه زیاته کړه، چې ولسمشر حامد کرزي د خپلې دندې اوږدولو سره علاقه نه لري، خو دوی تر غوښتنه کړې ده، چې دغه کار وکړي.

د دې غونډې په پای کې دواړو کاندیدانو سره روغبړ وکړ او دیو بل لاسونه یې سره پورته کړل.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.