Language

مزارشريف ( پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٣ ) : د  بلخ د حج او اوقاف رياست مسوولين وايي، چې په روان کال کې به له دغه ولايت څخه څه باندې ۱۰۰۰ تنه د حج د فريضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي، چې د تېر کال په پرتله په کې ۲۰ سلنه کمښت راغلی دی.

د دغه ولايت د حج او اوقاف رييس قاري حيات الله د چنګاښ په ۲۱مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سږکال د حج د فريضې د ادا کولو لپاره ۱۴۰۰ تنو نومونه ثبت کړي وو.

نوموړي زياته کړه، چې له دغو کسانو څخه ۱۰۰۵ تنه د ټاکلي کمېسيون له خوا د قرعه کشۍ له مخې غوره کړای شول.

د هغه په وينا، په يادو کسانو کې ۳۴۶ مېرمنې او پاتې نارينه دي.

حيات الله وويل، چې دغه شمېره له بلخ ولايت څخه په تېر کال کې د حج د فريضې د ادا کولو لپاره د تللو کسانو په پرتله ۲۰ سلنه کمښت څرګندوي.

نوموړي زياته کړه، چې تېر کال له بلخ ولايت څخه ۱۲۶۵ تنه د حج د فريضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي و، چې د سږني کال په پرتله ۲۰ سلنه زياتوالی ښيي.

د مزارشريف ښار اوسېدونکي محمد دين پژواک ته وويل، چې سږ کال يې د مور او پلار نومونه د حج د فريضې د ادا کولو لپاره په حج  او اوقافو رياست کې ثبت کړي و؛ خو د سعودی د سفر لپاره ونه ټاکل شول.

نوموړي زياته کړه،  هر مسلمان هڅه کوي، چې د وس له پيدا کېدو سره سم دغه فريضه تر سره کړي.

د هغه په وينا، دولت دنده لري، چې ټولو ته د حج د فريضې د ادا کولو اسانتيا برابره کړي.

خو د بلخ ولايت د حج او اوقاف رييس حيات الله وويل، چې د حج د ادا کوونکو د سلنې کمښت لامل د ولايت يا د هېواد په کچه د حج د فريضې د ادا کولو په چاره کې نه؛ بلکې په سعودي عربستان کې د کعبې شريفې د بيارغونې د چارو د پيل له امله ده.

نوموړي زياته کړه، دوی هڅه کوي، چې خپلو هېوادوالو ته د سعودي عربستان د رسمياتو په نظر کې نيولو سره د حج د فريضې اسانتيا برابره کړي.

د هغه په وينا، کوم کسان، چې سږکال د حج د فريضې له نوملړ څخه پاتې شوي، په راتلونکي کال کې به لومړيتوب ولري.

Related Topics