چاريکار( پژواک ٢١ چنګاښ ٩٣): پروان کې ناپېژانده وسله والو يو ښوونکى وواژه او په درېيو ترافيکي پېښو کې درېيو تنو ژوند له لاسه ورکړ.
د پروان د سيدخېلو ولسوال عنايت ساپي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد ښوونکى ولي شاه د سيدخېلو ولسوالۍ د انچو د سيمې اوسېدونکى دى، خو د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې يې د ښوونکي په توګه دنده لرله.
دى وايي، چې تېره شپه ناپېژانده وسله وال په انچو کې د هغه کور ته ورغلي، ولي شاه يې د تومانچې پر ډزو وژلى او تښتېدلي دي.
د هغه په وينا، تر دې دمه د ولي شاه د وژلو انګېزه نه څرګنده ، خو په اړه يې پلټنې پيل شوي او د وژلو په تړاو يې درې تنه د سيمې اوسېدونکي نيول شوي دي.
د انچو اوسېدونکى سيداقا هم وايي، چې ولي شاه ښه سړى و او له هېچا سره يې دښمني نه لرله.
د دې ښوونکي د وژلو مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
دغه راز پروان کې په درېيو ترافيکي پېښو کې د يو ماشوم په ګډون درېيو تنو ژوند له لاسه ورکړى دى.
د پروان د ترافيکو د تنظيم امر محمديونس پردېسي وايي، چې نن له غرمې مخکې د پروان د مرکز اړوند په جمشېدخېلو سيمه کې کرولا موټر يو ماشوم وواهه او ومړ.
دغه راز دى وايي، چې تېره ورځ مازيګر مهال د سالنګ ولسوالۍ په اهنګرانو سيمه کې يو موټر سايکل له يو باروړونکي موټر سره وجنګېد او له امله يې موټر سايکل چلوونکى ومړ.
هغه وويل، چې تېره ورځ مازيګر مهال د دې ولايت د بګرام ولسوالۍ د پادخواب په سيمه کې هم يو موټرسايکل سپور د ډېر سرعت له امله يو سپين ږيرى وواهه او ځاى پر ځاى يې له نړۍ سترګې پټې کړې.
د سرچينې د څرګندونو له مخې،د ياد کرولا، باروړونکي موټر او يو موټرسايکل چلوونکي نيول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP