ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بېلابېلو پېښو کې ١٣ وسله وال او ٣ پوليس وژل شوي

په بېلابېلو پېښو کې ١٣ وسله وال او ٣ پوليس وژل شوي

author avatar
12 Jul 2014 - 14:46
په بېلابېلو پېښو کې ١٣ وسله وال او ٣ پوليس وژل شوي
author avatar
12 Jul 2014 - 14:46

غزني ښار(پژواک،٢١چنګاښ٩):په کونړ، غزني او اروزګان کې د هوايي بريدونو او نښتو په ترڅ کې ١٣ وسله وال او ٣ پوليس وژل شوي دي.

په کونړ کې د ملي اردو د دويمې لوا وياند جګړن هارون يوسفزي پژواک خبري اژانس ته وويل،چې تېره شپه  د بهرنيو پوځيانو بې پيلوټه الوتکې د نورستان د کامدېش په ګوردش سيمه کې بريد کړى.

د يوسفزي په وينا؛ په دې بريد کې د درې  بهرنيو وسله والو په ګډون اته طالبان وژل شوي او ځايي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

دغه راز  د غزني د والي وياند شفيق ننګ وايي، چې تېره شپه د غزني ښار د ″منګور″ په سيمه کې د بهرنيو پوځيانو په هوايي بريد کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د والي وياند پژواک ته وويل، چې دې وسله والو په سيمه کې د پوليسو پر پوستو د بريد پلان درلود ، خو موخې ته له رسېدو مخکې  تر هوايي بريد لاندې راغلل.

وسله وال طالبانوتراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو د غزني په ده يک ولسوالۍ کې يې د بريدونو په ترڅ کې د اوه افغان سرتېرو د وژلوادعا کړې ده.  چارواکي  دا ادعا رد  وي.

په ورته مهال د اروزګان د والي وياند دوست محمدمايار وايي، چې تېره شپه په دې ولايت کې درې پوليس  په يوه وسله وال بريد کې وژل شوي دي.

د والي وياند پژواک ته وويل، چې دا پوليس د چهارچينو ولسوالۍ د″لوړ ځوان″ په سيمه کې  له ګزمې څخه وروسته خپلې پوستې ته راستنېدل ، چې وسله والو پرې بريد وکړ.

د يو بل خبر له مخکې، نن سهار  په  هرات ولايت کې ناپېژانده وسله والو د دې ولايت د محکمې يو قاضي عبدالصمد پر  ډزو ټپي کړ.

د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي پژواک ته وويل، چې دا پېښه نن اوه بجې د ښار اړوند د ″باغچه مهتر″په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

احمدي وايي، چې د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.