Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په جلال اباد ښار کې چاودنې دوه تنه ووژل

جلال اباد ( پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٣ ) : د ننګرهار ولايت  د مرکز جلال اباد ښار په شرقي دروازه کې د چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او يو ماشوم ټپي دى.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال لطف الله زرياب د چنګاښ په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې د جلال اباد ښار د درېيمې ناحيې اړوند د درېيمې پلې لوا قرارګاه سره نږدې ، چې د جلال اباد ښار شرقي دروازه ده، شوې ده.

هغه زياته کړه، چې چاودېدونکي توکي په يوه زرنج موټر سايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو او کله چې د ملي اردو موټر له سيمې  تېرېده، نو چاودنه يې ورته ورکړې ده.

نوموړى وايي، چې په پېښه کې د دوى يو ساتنمن ټپي شوى او شپږ کرينګ  لرونکي موټر ،يو کرولا  موټر او يو رينجر  زيانمن شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزى هم پېښه تاييدوي او زياتوي چې په پېښه کې دوه تنه وژل شوي او يو ماشوم ټپي شوى دى.

د ننګرهار ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دوى ته د پېښې له سيمې دوه  جسدونه ، چې يو يې په نظامي يونيفورم  او بل يې په ملکي جامو کې دي،  ور وړل شوي دي.

ده زياته کړه، يو ماشوم يې هم په ټپي حالت کې ور وړى دى،چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

د ياسين په نامه د پېښې يوه عيني شاهد پژواک ته وويل ، يو کرولا موټر له جلال اباد ښار څخه د وتلو پر مهال، تالاشۍ ته نږدې و ، چې په زرنج موټر سايل کې ځاى پر ځاى شوو  چاودېدونکو توکو چاودنه وکړه.

نوموړي وويل ، د کرولا موټر چلوونکى او يو بل تن ، چې خلکو ويل دولتي کارمند دى ځاى پر ځاى وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان  دي.

ده زياته کړه: (( شا ته ورپسې د ملي اردو يو رينجر موټر هم روان و ، چې هغه هم زيانمن شوى  او  دوه تنه ما په خپله  وليدل ،چې وژل شوي وو.))

دى وايي، چې يو ماشوم يې په ټپي حالت کې هم ليدلى دى.

تر اوسه ددې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.