Language

چاودنې د يوې کورنۍ ٨ تنه غړي ووژل

کندهار ښار ( پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٣ ) : د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د پنځو ښځو په ګډون  ٨ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني د چنګاښ په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا چاودنه نن سهار په شاوخوا لسو بجو د پنجوايي ولسوالۍ د  ناخوني په سيمه کې پر يوه سراچه موټر شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې ٨ ملکي وګړي وژل شوي ، چې پنځه يې ښځې او درې يې نارينه دي.

درانى وايي، چې په دې چاودنه کې دوه ماشومان ټپيان شوي او ياد موټر په بشپړه توګه له منځه تللى دى.

د نوموړي په وينا، وژل شوي او ټپيان ټول د يوې کورنۍ غړي دي.

تر اوسه ددې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.