Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد کې پر ناټو ځواکونو ځانمرګى بريد شوى

جلال اباد (پژواک ٢٢ چنګاښ ٩٣): په جلال اباد ښار کې تېره شپه پر ناټو ځواکونو ځانمرګى بريد شوى دى.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د چنګاښ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد تېره شپه نږدې اته بجې د جلال اباد پر  رنګ روډ د نازيانو د تېلو له پمپ سره نږدې شوى دى.

هغه زياته کړه، چې ځانمرګي بريد کوونکي له چاودېدونکو توکو ډک خپل کرولا موټر د ايساف د کاروان له يوه موټر سره جنګولى دى.

نوموړى وايي چې په دې پېښه کې د ايساف له مرګ ژوبلې نه دى خبر، خو د سيمې دوه ماشومان ټپيان شوي دي.

مشرقيوال وويل چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

په کابل کې د ايساف په مشرۍ د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل چې په ختيځ کې يې پر ځواکونو ځانمرګى بريد شوى دى.

خو سرچينې زياته کړې، چې په دغه بريد کې د دوى سرتېري نه دي وژل شوي.

يوې بلې امنيتي سرچينې وويل چې په دې پېښه کې د ايساف درې امريکايي سرتېري ټپي شوي دي.

وسله والو طالبانو د بريد مسووليت پر غاړه اخيستى او ويلي يې دي چې ګڼو بهرنيو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د يادونې ده، پرون سهار هم په جلال اباد ښار کې د يوې چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي وو او يو ژوبل و، که څه هم په لومړي سر کې امنيتي مسوولينو ويلي وو، چې دا چاودنه وه، خو د کورنيو چارو وزارت وويل چې ځانمرګى بريد و.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.