Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هلمند جګړه ځپلي مرستو ته اړتيا لري

لښکرګاه (پژواک ۲۲ چنګاښ ۹۳): په هلمند کې د شمالي ولسوالیو له جګړې ځپلو کورنيو سره د داور مرستندوى بنسټ له لوري د نغدي مرستو د وېش  لړۍ پيل شوه.

دکلیو پراختيا وزارت معين طارق عصمتي په هلمند کې د یادې مرستې د وېش پر مهال پژواک خبري اژانس ته  وويل، چې د دغو مرستو د وېش لړۍ يې تر سروې وروسته پيل کړې ده.

عصمتي وايي، چې د يو ميليون او دوه سوه زره افغانيو په ارزښت دا نغدي مرستې هر کورنۍ ته د شوې سروې او د هغې د اړتيا له مخې ورکول ورکول کېږي.

عصمتي له مرسته کوونکو ادارو غوښتنه وکړه، چې د هلمند له جګړه ځپلو کورنيو سره مرسته وکړي.

بلخوا د داور خيريه بنسټ  رييس محمدشریف عليزي پژواک ته وویل چې دا مرستې يې په کابل کې راټولې کړې او د دغه ولايت جګړه ځپلو ته يې را ورسولې.

عليزي وويل: ((دا خلک ډېرو نورو مرستو ته اړتيا لري، ډېرې کورنۍ بې سرپناه دي او هيڅ ډول لومړنيو توکو ته لاسرسى نه لري.))

د ده په وینا، هرې کورنۍ ته ۴۵۰۰ افغانۍ ورکوي او تر دې مهال يې له ۱۷۸ بې ځایه شوو کورنیو سره په لښکرګاه کې مرسته کړې او دا مرستې به نور کورنيو ته هم ورسوي.

د وحیدالله په نوم  یوه بې ځايه شوي پژواک ته وويل، چې له سنګین څخه لښکرګا ته  راکډه شوي او کورنۍ يې ډېرو مرستو ته اړتيا لري.

نوموړي وويل، چې نن ورسره د يوه خیره بنسټ له لوري د ۴۵۰۰ افغانۍ مرسته وشوه خو د ده په وينا ورته نورې مرستې دې هم ورسره وشي.

د سنګين په ګډون د هلمند د شمالي ولسواليو ډېرې کورنۍ دلته د دريو اونيو وسله والو جګړو له امله زيانمنې او ځينې يې بې ځايه شوې دي.

تر دې مخکې چارواکو ويلي وو چې يوازې د سنګين له جګړې څلور سوه کورنۍ لښکرګاه ته راکډه شوې او دلته په شته پراخه  دښته کې مېشت دي.

تر دې څو ورځې مخکې افغان حکومت  ١٥ميليونه افغانۍ نغدي مرسته د دغه ولايت د وروستۍ جګړې ټپي شوو کسانو ته رالېږلې وې.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.