جلال اباد(پژواک٢٢چنګاښ٩٣): په جلال اباد ښار کې د مدني ټولنو فعالانو د يوه لاريون په ترڅ کې پر فلسطين د اسرائيلو له لوري بريد په کلکه وغانده او له نړېوالې ټولنې او اسلامي هېوادونو يې غوښتنه وکړه ، چې د بريد پر وړاندې دې جدي اقدامات وکړي.
له تېرې يوې اونۍ راهيسې د فلسطين پر غزې ښار د اسرائيلو د هوايي ځواکونو په بمباريو کې تر ١٥٠ زيات فلسطينيان، چې ډيرى يې ماشومان دي، وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.
د جلال اباد ښار په پښتونستان واټ کې دچنګاښ په ٢٢مه، د مدني ټولنو لسګونو فعالانو د يوه لاريون په ترڅ کې پر فلسطين د اسرائيلو بريد په کلکه وغانده.
دوى “مرګ پر اسرائيلو” شعارونه ورکول او ويل يې چې نور د اسرائيلو له لوري پر فلسطين کېدونکى ظلم نشي زغملى.
د مدني ټولنې فعال عبيد اغا د لاريون په جريان کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى د اسرائيلو ظالمانه بريد په کلکو ټکو غندي.
نوموړي وويل، چې دوى په هېڅ صورت نور د فلسطين د مسلمانانو غم نه شي زغملى او د اسرائيلو پر وړاندې اقدام ته چمتو شوي دي.
ده زياته کړه: ((څه شول هغه د بشر حقونو غوښتونکي، تاسې وګورئ چې څومره بې ګناه ماشومان يې ووژل .))
نوموړي پر اسلامي هېوادونو هم غږ وکړ، چې نور دې چوپ نه کښيني او اسرائيلو ته دې غاښ ماتوونکى ځواب ورکړي.
د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاد هجرت الله اختيار هم پر اسلامي هېوادونو غږ وکړ، چې په خپلو کې سره يو موټى شي.
نوموړي زياته کړه، چې اسلامي هېوادونه ځانګړى کنفرانس لري او بايد د دغې موضوع په اړه يوه غونډه راوبولي او پر نړيوالې ټولنې فشار راوړي، چې مشکل حل کړي.
ده وويل: (( د اسرائيلو له لوري جنګ او بريدونه پر مظلومو مسلمانانو دا د حل لاره نه ده، بايد اسلامي هېوادونه د فلسطين ملاتړ وکړي او ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.))
د لاريون يوه بل ګډونوال محمد الياس مدني هم پژواک اژانس ته ياد بريدونه وغندل او زياته يې کړه ، چې اسلامي هېوادونه په هر حال بايد د فلسطين ملاتړ وکړي.
نوموړي وويل: (( نړيواله ټولنه چې د بشر د حقونو چغې وهي، ايا د فلسطين وژنې ورته جنايت او د بشر حقونو تر پښو لاندې کېدل نه ښکاري.))
دى وايي چې دوى به خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکوي او بيا هم پر نړېوالې ټولنې غږ کوي چې د فلسطين او اسرائيلو تر منځ ستونزه دې حل او پر اسرائيلو دې فشار راوړي .
د لاريون په ترڅ کې اوه ماده ييز پرېکړه ليک هم صادر شو، چې له مخې يې پر ملګرو ملتونو غږ شوى و، چې په دغه موضوع کې مداخله وکړي او ستونزه حل کړي.
په پرېکړه ليک کې د بشري حقونو پر ادارو هم غږ شوى ، چې نور دې چوپ نه کښيني او د هغه ماشومانو پوښتنه دې وکړي، کوم چې په بې رحمانه شکل وژل شوي دي.
په پرېکړه ليک کې زياته شوې ، چې ټول اسلامي هېوادونه بايد يو موټى شي او د هغو دسيسو مخنيوى دې وکړي کومې چې د دوى پر وړاندې جوړې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP