Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ننګرهار کې پنځه وسله وال مخالفين ووژل شول

جلال اباد(پژواک٢٢چنګاښ٩٣): په ننګرهار کې د بېلابېلو نښتو په ترڅ کې لسو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او يو وسله وال مخالف په ټپي حالت کې له درېيو نورو انتقال کوونکو سره نيول شوى دى.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيارحضرت حسين مشرقيوال د چنګاښ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د ننګرهار د اچين ولسوالۍ د شډل بازار په سيمه کې د وسله والو مخالفينو او ګډو امنيتي ځواکونو نښته رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې پنځه وسله وال مخالفين وژل شوي او دوه نور يې ټپيان دي.

نوموړي وويل، چې په سيمه کې له څو ساعتونو نښتې وروسته وسله وال په شا تمبول شوي او په يو شمېر نږدې کليو کې چاڼيز عمليات روان دي.

همداراز مشرقيوال وويل،چې تېره ورځ  د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند سيمه کې وسله والو مخالفينو د ايساف ځواکونو پر کاروان بريد کړى، چې په ترڅ کې يې د ګډو ځواکونو له لوري ځوابي بريد شوى.

دى وايي، چې په ځوابي بريد کې يو وسله وال مخالف وژل شوى او دوه نور يې سخت ټپيان شوي، د ده په خبره ، چې په بريد کې له هوايي ځواک څخه هم کار اخيستل شوى دى.

د مشرقيوال په خبره، چې امنيتي ځواکونو د سره رود په نغرک پله سيمه کې د وسله والو مخالفينو يو فعال غړى، چې په حصارک ولسوالۍ کې ټپي شوى و او د درېيو نورو ملګرو له لوري د عامې روغتيا مرکزي روغتون ته لېږدول کېده، نيول شوى دى.

نوموړي وويل ، چې نيول شوي کسان دا مهال تر پوښتنو لاندې دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.