کابل (پژواک ٢٣ چنګاښ ٩٣): د افغانستان حکومت د فلسطين پر غزې تړانګې د اسراييلي پوځيانو بريد غندلى دى او د دې بريدونو د ژر بندېدو غوښتنه يې وکړه.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند شکېب مستغني د دوشنبې په ورځ په خپل اونيز کنفرانس کې وويل، د افغانستان حکومت هر هغه بريد چې د ملکي وګړو د وژنې لامل شي، په کلکه غندي.
ده زياته کړه، موږ د دې غوښتونکي يو چې دا بريدونه ژر تر ژره بند شي او دغو ستونزو ته يوه سوله ييزه لاره وموندل شي.
د اسراييلو له لوري له څو ورځو راپدېخوا پر غزې تړانګې بريدونه روان دي، چې تراوسه پورې په کې تر ١٥٠ ډېر فلسطينيان وژل شوي دي.