Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په جلا جلا پېښو کې د شپږو پوليسو په ګډون ١٦ تنه ټپيان شول

کابل، ښرنه (پژواک ٢٣ چنګاښ ٩٣): چارواکي وايي، چې په کابل ښار کې چاودنې څلور پوليس ټپيان کړي او د پکتيکا په سرروضې ولسوالۍ کې د ځانمرګي بريد له امله دولس تنه ټپيان شوي دي.

د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند يوې امنيتي سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط د دوشنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن مازيګر په شاوخوا شپږ نيمو بجو د کمپنۍ په بازار کې د پوليسو پوستې مخې ته چاودنه رامنځ ته شوه.

سرچينې زياته کړه، په دې پېښه کې څلور پوليس ټپيان شوي او درې موټر ويجاړ شوي دي.

د هغه په وينا، ټپيان د کابل ښار د سردار محمد داوود خان روغتون ته لېږدول شوي دي.

له بلې خوا د پکتيکا د سرروضې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان شېرمحمد د دوشنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن مازيګر شپږ بجې د سرروضې په بازار کې ځانمرګى بريد وشو.

ده زياته کړه، د ځانمرګي بريد موخه په خپله دى و، خو ځانمرګى له وړاندې د پوليس له لوري وويشتل شو، چې له امله يې چاودنه رامنځ ته شوه.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې دوه سيمه ييز پوليس او لس عام وګړي ټپيان شوي دي.

د سيمه ييزو پوليسو دغه قوماندان وايي، د دوو عامو وګړو روغتيايي حالت نازک وو او د لا ښې درملنې په موخه د ښرنې ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د يادو دواړو پېښو مسووليت تردې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.