لښکرګاه (پژواک ۲۴ سرطان ۹۳): د هلمند د سنګين ولسوالۍ جګړه د کمزورې رهبرۍ او بې پروايۍ له امله اوږده شوې او ډېر ژر به په کنټرول کې راوستل شي.
دغه څرګندونې د هلمند نوي ګومارل شوي امنيه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت د چنګاښ په ٢٤مه د يوې خبرې غونډې پر مهال وکړې.
امنيه قوماندان وويل: ((په ډېر قوت سره به کار وکړم . ژمنه کوم چې ډېر ژره به ټول هلمند او په ځانګړي ډول په سنګين کې امنيت ښه شي. امنيتي ځواکونو همغږي به سره ډېره شي.))
همت زياته کړه، چې د سنګين جګړه د کمزوري رهبرۍ، بې پروايۍ، غفلت او د شخصي ګټو ساتلو په موخه تر دې ځايه را رسېدلې ده، چې وروسته يې کابو کول له توانه ووتل.
ده وويل، چې ډېر ژر به په ياده ولسوالۍ کې حالت تر دولتي واک لاندې راولي او د همېشني امنيت د ټينګښت په موخه به خپل پلانونه پلي کړي.
همت دا هم وويل، چې د سنګين په جګړه کې د ګاونډیو هیوادونو سربیره دیو شمیر نورو داسي اشخاصو لاسونه هم وو ، چې دولت ته نږې دي او په اړه به يې وروسته معلومات وړاندې کړي.
ده زیاته کړه، چې سنګین ولسوالۍ ډېره مهمه او ستراتیژیکه سیمه ده او وسله وال هڅه کوي ، چې دغه ولسوالۍ ونیسي؛ څو نشه يي توکوقاچاق او کرکيلې ته لاره هواره شي.
د هلمند پخوانۍ امنیه قوماندان دوه ورځې مخکې په داسې حال کې له دنده لرې شو، چې د دغه ولایت په شمالي ولسوالیو او په ځانګړې توګه په سنګین کې پراخي جګړې روانې دي.
ویل کېږي، نوموړی د همدې جګړې د نه کابو کولو په غبرګون له دندې لرې شوی دی.
د یادولو ده، په سنګین کې نږدې یوه میاشت کېږي، جګړه روانه ده چې تر اوسه په کې سلګونه ملکي او د ښکېلو غاړو غړي وژل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP