جلال اباد (پژواک ٢٤ چنګاښ ٩٣): د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د اډا مرستندويې موسسې پر يو امبولانس چې د کامې ولسوالۍ اړوند ده، د ماين چاودنه شوې ده.
د اډا په نوم موسسې اداري مرستيال عبدالله د چنګاښ په ٢٤مه د پېښې په سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن لس بجې د بهسودو ولسوالۍ د قاضي کلا په سيمه کې د دوى پر يوه امبولانس د سړک غاړې ماين چاودنه شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې يې چلوونکى ټپي شوى دى.
دى وايي ، چې امبولانس يو ناروغ روغتون ته انتقال کړى و، چې د بېرته تګ پر وخت پرې چاودنه شوې، ډرېور زخمي او امبولانس يې تخريب شوى دى.
دى وايي چې له چاودنې وروسته موټر له ونې سره هم ټکر شوى دى.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال هم ياده پېښه تاييد کړې ده .
د پېښې عيني شاهد حکمت الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې دى په خپل دوکان کې پر کار بوخت و، چې پر امبولانس چاودنه وشوه .
نوموړي زياته کړه چې په سيمه کې يې دوه ټپيان په خپلو سترګو ليدلي ،چې روغتون ته انتقال شوي دي.
د عامې روغتيا د مرکزي روغتون يوه ډاکتر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پېښې له سيمې دوى ته دوه تنه ټپيان ور وړل شوي ، چې اوس يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP