Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ټاکنيز بهير د امنيت خوندي کولو لپاره امنيتي کمېسيون جوړ شو

کابل(پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٣): په داسې حال کې، چې د ولسمشرۍ ټاکنو د رايو د بياشمېرنې لپاره چمتوالى روان دى، د کورنيو چارو وزارت د ټاکنو خپلواک کمېسيون د کارکوونکو او کورنيو او بهرنيو څارونکو د لا ښه امنيت خوندي کولو لپاره يو امنيتي کمېسيون جوړ کړى دى.

د کورنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې دغه کمېسيون د کورنيو چارو وزارت له شپږو چارواکو څخه جوړ شوى، چې مشري يې د کورنيو چارو وزارت د سرسلاکار پاسوال عبدالمجيد روزي پر غاړه ده.

د کابل امنيه قوماندان پاسوال محمدظاهر ظاهر، له ترهګرۍ سره د مبارزې عمومي رييس پاسوال محمد شريف امين،  د پوليسو چارو عمومي رياست مرستيال پاسوال دادالله خان، له پېښو سره د مبارزې ادارې رييس پاسوال محبوب اميري او د استخباراتو عمومي رياست استازى مل پاسوال محمد فريد ددغه کمېسيون غړيتوب لري.

د کورنيو چارو وزارت وايي، چې دغه کمېسيون به له نورو امنيتي ارګانونو سره په همغږۍ کار وکړي او له جوړېدو څخه يې موخه داده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون دفتر د غړو او کارکوونکو ، د کانديدانو د څارونکو او د بيا شمېرنې پروسه کې د نورو ښکېلو اشخاصو امنيت په ښه ډول ونيول شي.

دغه کمېسيون به د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو د ترسره کېدو پورې کار کوي.

امنيتي چمتو والي په داسې حال کې نيول کېږي، چې تر اوسه پورې له ولايتونو څخه کابل ته د صندوقونو د را لېږدولو بهير نه دى پيل شوى.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې ددغه بهير د کارونو په تنظيم بوخت دي او د رايو بيا شمېرنه به  ډېر ژر پيل کړي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.