محمودراقي (پژواک ٢٤ چنګاښ ٩٣): د کاپيسا د ناامنو سيمو يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په سيمو کې يې مېشت بهرني وسله وال عام خلک وژني او د مرګ ګواښونه ورته کوي.
د دغه ولايت د اله سای ولسوالۍ يو اوسېدونکی مختار احمد وايي چې د دوی په سيمه کې کورني وسله وال بهرني وسله وال په خپلو سيمو کې نه پرېږدي او ايستلي يې دي.
خو هغه پژواک اژانس ته وويل چې په سيمه کې په پټه مېشت يو شمېر بهرني وسله وال خلک پر مرګ ګواښي او يو شمېر نور کسان يې له دولت سره د همکارۍ په تور وژلي هم دي.
د هغه په وينا، د سيمې اوسېدونکي د کورنيو او بهرنيو وسله والو تر منځ توپير نه شي کولى او نه هم ورسره ځان په دښمنۍ کې ښکېلولى شي.
ده زياته کړه: ((څو اونۍ وړاندې چې په پجغان سيمه کې دوه وروڼه چې ملکي وګړي وو، د بهرنيو وسله والو له خوا ووژل شول او مړي يې بيا د غره په لمنه کې اچول شوي وو.))
مختار وايي چې د بهرنيو وسله والو د ګواښونو او وژنو له امله دولتي کارکوونکي نه شي کولى چې ولسواليو ته خپلو دندو ته ورشي.
د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ د بدراب سيمې يو اوسېدونکى خيرالله بيا پژواک اژانس ته وويل چې هره اونۍ يو شمېر کسان د سيمه ييزو پوليسو او يا له دولت سره د همکارۍ او کار کولو په تور په مرموز ډول وژل کېږي.
د هغه په وينا، دغه وژنې او ترورونه ټول په سيمه کې مېشت بهرني وسله وال کوي.
ده زياته کړه: ((وسله والو په سيمه کې يو کمېسيون جوړ کړى، چې ډېرى غړي يې بهرني وسله وال دي، کله چې دوى څوک ونيسي، بيا پر دغه کمېسيون يې په اړه پرېکړه کوي. ))
د خيرالله په وينا، څو مياشتې مخکې يو دوکاندار د بهرنيو وسله والو له خوا ووژل شو، اوس يې کورنۍ کابل ته کډه کړې ده.
د کاپيسا د ناامنو ولسواليو تګاب او اله ساى اوسېدونکي وايي چې وسله والو په دې سيمو کې خپلې محکمې جوړې کړې او مسوولين يې بهرني وسله وال دي.
د تګاب د احمدزيو سيمې يوه اوسېدونکي شاه اغا پژواک اژانس ته وويل چې بهرني وسله وال دنګ قدونه، سور رنګ او سره وېښتان لري.
د هغه په وينا، دوى په دري او پښتو ژبو نه پوهېږي او ويل کېږي چې دوى د چيچينيا اوسېدونکي دي.
د کاپيسا والي جنرال محراب الدين ساپی وايي چې د تېرو وختو په پرتله د کاپيسا ډېرې سيمې له وسله والو پاکې شوې خو زياتوي چې په اله سای کې لا هم ستونزه شته.
هغه پژواک اژانس ته وويل، د دې تر څنګ د تګاب په ځينو برخو کې هم دوی هم ستونزې لري خو څو ځلې امنيتي ځواکونو هڅې کړې او د وسله والو پر زندان يې هم بريدونه کړي او بې ګناه خلک يې ترې ازاد کړي دي.
والي ومنله چې په ناامنو سيمو کې بهرني وسله وال شتون لري، خلکو ته يې ګواښونه کړي او يو شمېر عام وګړي يې وژلي دي.
د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسوال خواجه فقير احمد صديقي وايي چې دوی په دې وروستيو کې په اله سای ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
وسله والو طالبان په خپلو ليکو کې د بهرنيو وسله والو شتون ردوي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دوى هېڅکله ملکي وګړي نه دي ځورولي او په ليکو کې ټول کسان د سيمې اوسېدونکي دي.