Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

 جلال اباد (پژواک ٢٤ چنګاښ ٩٣): د ننګرهار د محاکمو چارواکي وايي، يو پاکستانى خبريال يې په څلور کاله بند ځکه محکوم کړى، چې د افغانستان له وسله والو مخالفينو سره يې مرسته کړې او په دې اړه اسناد او شواهد په لاس کې لري.

 ياد خبريال فيض الله خان نومېږي، چې د پاکستان له  اې ار واى نيوز (ARY NEWS) ټلوېزيون سره يې کار کاوه.

 د ننګرهار د استيناف محکمې رييس قضاوتپوه اشرف امين د چنګاښ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې څو مياشتې وړاندې د ننګرهار ولايت د لالپورې په ولسوالۍ کې يو پاکستانى خبريال نيول شوى و، چې تېره دوشنبه (د چنګاښ ١٦مه) پرې ابتدايي محکمې د څلورو کلونو بند حکم کړى دى.

 ده زياته کړه، چې ياد خبريال د افغانستان د قوانينو خلاف عمل کړى ، پرته له کومو اسنادو څخه افغانستان ته راغلى او د دولت له وسله والو مخالفينو سره يې مرسته کړې ده.

ده د نورو جزيياتو له ورکولو پرته وويل ، چې په دې اړه  اسناد او شواهد موجود دي.

د ننګرهار د کورني او بهرني امنيت پر ضد د جرمونو د ابتدايه محکمې رييس وفي الله عثماني هم وايي، چې نوموړي خبريال د دولت له وسله والو مخالفينو سره مرسته کوله.

هغه زياته کړه،ياد خبريال له دې سربېره چې د افغانستان د دولت تر کنټرول لاندې سيمو نه بهر سيمو ته تللى، هلته يې د دولت له مخالفينو سره مصاحبې کړي او سمدلاسه له دوو پاکستانيو طالبانو سره يوځاى نيول شوى دى.

دى وايي: “په ده باندې د څارنوالۍ له خوا نه د جاسوسۍ اتهام و او جاسوسي ته له شپاړسو نه تر شلو کلونو پورې مجازات پيشبيني شوي دي، خو داچې په هغه باندې موږ ته کافي دلايل په لاس رانه غلل، په دې مورد کې د ده په برائت حکم شوی دی، فقط د دولت له مخالفينو سره د ده د روابطو په اساس د مصاحبو په انجامولو سره، دی په څلورو کلونو حبس محکوم شوی دی.”
عثماني وايي، چې د فيض الله خان له ګرځنده ټېلېفون څخه داسې تصويري شواهد په لاس ورغلي، چې د دولت له وسله والو مخالفينو سره لاس لري.

 هغه زياتوي: “د فيض الله خان له موبايل نه داسې تصاوير موږ ته په لاس راغلي، چې دی په مسلحانه ډول ليدل کېږي، ټوپک يې په غاړه کې دی او په بعضې ځايونو کې د مهماتو د سلاح کوټ د ده مخې ته پروت دی، نو له دې نه موږ ته داسې استنباط کېږي، چې دی له مخالفينو سره لاس لري.”

 خو د يادې ټلويزيوني شبکې(ARY NEWS) مشر سلمان اقبال بيا ويلي، د فيض الله خان د محکوميت پر وړاندې به له قانوني لارو چارو کار واخلي او په همدې اړه يې په جلال اباد ښار کې له پاکستاني کونسل سره اړيکه نيولې ده.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.