Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ولسمشر کرزي د ارګون خونړۍ چاودنه په سختو ټکو وغندله

کابل ( پژواک ٢٤ چنګاښ ٩٣): ولسمشر حامد کرزي،د پکتيکا د ارګون ولسوالۍ خونړۍ چاودنه په سختو ټکو وغندله او طالبانو هم د چادونې د غندلو تر څنګ، وويل چې دا کار دوى نه دى کړى. 

د موټر بم دا چاودنه نن کابو ١١ بجې د ارګون ولسوالۍ د ښار اړوند د موټرو په يوه سراى کې رامنځ ته شوه ، چې له امله يې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او  يو شمېر هټۍ هم  ويجاړې شوې .

د دې چاودنې د مرګ ژوبلې په اړه بېلابېلې څرګندونې کيږي.

ملي دفاع وزارت وايي، چې په چاودنه کې ٦٠ تنه وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان  دي ، خو  د ارګون ولسوالۍ د ملکي روغتون سرطيب وايي، چې له دې چاودنې  ورته ٤٥ مړي او ٩٣   ټپيان ور وړل شوي دي.

د ولسمشر د وياند دفتر بيا ويلي چې په دغه چاودنه کې د ۶ ماشومانو او د ارګون د جامع جومات د امام په ګډون۴۱ ولسي وګړي وژل شوي او ۶۷ نور ټپيان دي.

ولسمشر دغه چاودنه وحشيانه عمل بللى او ويلي يې دي چې د روژې په مبارکه مياشت کې د بې ګناه ولسي وګړو په نښه کول نا بښونکی عمل او د بې ګناه مسلمانانو وينه تويول، لوی جنايت دی.

کرزي اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې، چې د چاودنې د قربانيانو او ټپيانو له کورنيو سره سملاسي لازمې مرستې وکړي.

دغه راز طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم دغه چاودنه غندلې او ويلي يې دي چې دا د طالبانو د اړونده کسانو کار نه دى.

مجاهد ويلي، چې طالبان به په دې اړه  تحقيقات او پلټنه هم وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.