لښکرګاه(پژواک ۲۴چنګاښ۹۳): امنیتي مسوولین وايي،چې د هلمندپه سنګین کې دیو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور يې ټپيان دي.
د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال محمد رسول ځاځي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار د سنګين ولسوالۍ د ″شکرشيله″ په سيمه کې د ګډو ځواکونو له لوري عمليات شوي.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې عملياتو کې ١١ وسله وال وژل شوي ، دوه يې ټپيان دي ، ۶۰ کړۍ ماینونه هم نيول شوي او امنیتي ځواکونو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی.
بله خواطالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي، دسنګین په″ساروان کلا″سیمه کې يې د مخامخ جګړې په ترڅ کې ۶ او دګرشک په نهرسراج کې يې دماین په چاودنه کې پنځه سرتېري وژلي دي.
چارواکو دا ادعا رد کړې ده .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP