کندهار (پژواک ٢٤ چنګاښ ٩٣): د کندهار ښار د ١٤مې امنيتي حوزې په اړونده سيمه کې د موټرسايکل بم چاودنې دوه پوليس ووژل.
د کندهار ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا دراني پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته په ٤:٣٠ بجو رامنځ ته شوې ده.
هغه زياته کړه، د ١٤مې امنيتي حوزې اړوند يو شمېر پوليس په پلې ګزمه بوخت وو، چې په سيمه کې له چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکل د ريموټ کنټرول په وسيله چوول شوى دى.
دى وايي، په دې پېښه کې دوه پوليس وژل شوي دي.
د يادې شوې سيمې يوه دوکاندار عبدالحليم ، چې د پېښې عيني شاهد دى، هم وايي چې په دغې چاودنه کې يواځې دوه پوليس وژل شوي دي.
دى وايي، په خپله دوکان کې دننه په سودا ورکولو بوخت و، چې ناڅاپه قوي چاودونه وشوه او هرې خوا ته دوړې او ګردونه پورته شول.
د يادونې ده، چې په کندهار کې د هوا له ګرمېدو او روژې له راتګ سره د ناامنۍ پېښې زياتې شوي، چې ورسره جوخت هم د ملکي وګړو او هم د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.