Language

 کندهار( پژواک ٢٤ چنګاښ ٩٣ ): د کندهار والي وايي، په دغه ولايت کې د بېلابېلو ولسواليو لپاره د ملي پيوستون د پروګرام په نوم ميليونونه افغانۍ اخيستل کېږي، خو لکه څنګه چې ښايي هسې نه لګول کېږي.

 ډاکټر توريالي ويسا دغه څرګندونې په دغه ولايت کې د ملي پيوستون د پروژو د ښه پلي کېدو او له درغليو څخه د مخنيوي په موخه په جوړه شوې غونډه کې وکړې.

 هغه د ملي پيوستون د پروګرام د ښه پلي کېدو او له درغليو  د مخنيوي په موخه غوښتنه وکړه چې د دې پروګرام پروژې دې د کليو خلکو ته ورکول کېږي، نه له کلي څخه بهر قرارداديانو ته.

 دى وايي، دا يواځينۍ لاره ده چې هم په کې د درغليو مخه نيول کېږي او هم په خپله د کلي اوسېدونکو ته روزګار موندل کېږي.

 ده د ملي پيوستون د پروژو په کارونو کې د لا روڼتيا په موخه ټينګار وکړ ، چې د ملي پيوستون او هبيتات موسسې ټولي پروژې  له کليو پراختيا رياست سره په تفاهم او همږغۍ تر سره شي.

 په دې غونډه کې  د ولايتي شورا غړي حاجي نعمت الله شېردلي، د کليو پراختيا رييس انجنير عبدالقيوم، د اقتصاد رييس محمدرحيم رحيمي، سکټوري رييس عبدالحکيم حکيمي، د هبيتات او ملي پيوستون پروګرام استازو، د سپين بولدک ولسوال حاجي سيدعلي او د ښورابک، غورک او شاوليکوټ ولسواليو د پرمختيايي شوراګانو رييسانو ګډون کړى وو.

 د سپين بولدک ولسوال حاجي سيد علي هم وويل چې  د ملي پيوستون پروژې هسې نه پلي کېږي لکه څنګه چې د خلکو غوښتنه او اړتيا وي.

 د ده په وينا،  په دې برخه کې لويه ستونزه دا ده ، چې ډېر مهال دغه پروګرام په داسې بڼه پر مخ وړل کېږي، چې نه ولسوال پرې خبر وي، نه د ولسوالۍ شوراګاني او نه خلک.

 دى وايي ډېر وختونه داسې هم کېږي، چې په کليو کي د پروژو پر سر پيسې راايستل شوي وي، خو پروژې نه وي عملي شوي.

 د ولايتي شورا غړي حاجي نعمت الله شېردلي د ستونزې د حل لپاره وويل چې تر دې وروسته دي ملي پيوستون له خپلو پروژو څخه د ولسوالۍ خلک، د ولسوالۍ شوراګانې، ولسوال او ولايت مقام خبروي، تر څو په پروژو کي د درغليو مخه ونيول شي او خلکو ته په سم شکل خدمات وړاندي شي.

 د ملي پيوستون استازو هم يادې شوې ستونزي تاييد کړې، خو ژمنه يې وکړه چي تر دې وروسته به له هرې پروژې څخه د کليو خلک خبروي او د پروژو تر تطبيق مخکې به د خلکو د پوهاوي لپاره کار کوي.

 د ياد پروګرام استازي ولي امين وويل، هڅه به وکړي چې پروژې د خلکو په خوښه او غوښتنه ډيزاين شي او وروسته   د ولايت مقام، کليو پراختيا رياست، ولسوال او د ولسوالۍ شوراګانو تر خبرتيا وروسته پلي شي.

 د ملي پيوستون پروګرام له لارې د دې پروګرام له بوديجې او د سيمه ييزو شوراګانو په مشوره د خلکو د ژوند د ښه کولو په موخه ځينې پروژې لکې کليوالي سړکونه،واړه بندونه او نورې پلې کيږي.