Language

غزني کې د يوه قوماندان په ګډون ١٢ وسله وال وژل شوي

غزني ښار(پژواک ۲۵ چنګاښ۹۳): دغزني په نسبتاً ناامنو ولسواليوکې دپيل شوو عملياتو په ترڅ کې تراوسه د يوه طالب قوماندان په ګډون ١٢ وسله وال وژل شوي دي.

دا عملياتو له څو ورځو راهيسې دغزني ښار ، د اندړو او واغز ولسواليو په بېلابېلو سيمو کې پيل شوي او تراوسه روان دي.

د غزني  د والي وياند شفيق ننګ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د وسله والو د ځپلو په موخه په دې عملياتو کې د مظلوم په نامه  يو طالب قوماندان هم وژل شوى دى.

هغه وايي، چې په دې عملياتو کې دوه وسله وال طالبان ټپيان شوي هم دي.

په غزني کې د۲۰۳ تندر قول اردو د درېیمې لوا ویاند نظیف الله سلطاني پژواک ته وويل، د افغان ځانګړو ځواکونو دا عمليات د واغز  په سياه ګرد او د اندړو په حيات وال سيمه کې پيل شوي دي.

د غزني د اندړو ولسوالۍ یوه قومي مشر حاجي عبدالخالق پژواک ته وويل، چې د دې عملياتو پر پېلېدو خوښ دي او هيله لري، چې پايلې يې ښې وي.

ده وويل، چې وسله وال د اوړي په دې شپو ورځو کې فعالېږي او بايد مخکې له مخکې يې مخه ونيول شي.