Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امريکا: تمه ده د رايو تفتيش بشپړ او بې پرې ترسره شي

کابل (پژواک ٢٦ چنګاښ ٩٣): د امريکا متحدو ايالاتو د ټاکنو خپلواک کمېسيون له لوري د ولسمشريزو ټاکنو د رايو د صندوقونو د تفتيش د پيل هرکلى وکړ او وايي، هيله ده تفتيش په بشپړه او په بې پرې توګه ترسره شي.

د ولسمشريزو د ټاکنو د ټولو رايو د تفتيش بهير د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ٢٦مه) د ملي او نړيوالو مشاهدينو په شتون کې پيل شو.

له کابو يوې مياشتې وروسته د افغانستان د ټاکنو کړکېچ د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي يان کوبيش په منځګړيتوب د چنګاښ په ٢٢مه حل شو او دواړو نوماندانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د نړيوالو څارونکو په شتون کې د ټولو رايو پر بيا شمېرلو، د هغو د پايلو پر منلو او د ملي يووالي حکومت پر جوړښت هوکړه وکړه.

په کابل کې د امريکا سفارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د ټاکنو د تفتيش لپاره چمتووالى، کابل ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري له سفر څخه وروسته او له هغو شرايطو سره سم چې دواړه نوماندان پرې سلا شول، د چنګاښ په ٢٢مه پيل شو.

امريکا  د رايو د تفتيش بهير د پيل د هرکلي ترڅنګ تمه ښودلې چې هغه په بشپړه او په بې پرې توګه ترسره شي او د ګډون کوونکو ميليونونو افغانانو رايو ته درناوی وشي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، تفتيش به د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا د ملګرو ملتونو تر نږدې څارنې لاندې، له نړيوالو منل شوو کړنلارو سره سم د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د شاخصونو په کارولو سره، چې د ملګرو ملتونو د وړانديزونو په وسيله بشپړ شوي دي، ترسره شي.

سرچينه وايي، افغان او نړيوال څارونکي به د ټاکنيزو ټيمونو له استازو سره يو ځای د بهير د روڼتيا په موخه د هغه څارنه وکړي. نړيوالو څارونکو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا اړين معلومات ترلاسه کړي او د تفتيش لپاره چمتو دي.

سرچينه زياتوي، څرنګه چې جان کيري ژمنه کړې وه، د امريکا متحده ايالات په جدي توګه د دواړو نوماندانو او د افغانستان له حکومتي چارواکو سره لاس په لاس کار کوي، تر څو ډاډ ترلاسه شي چې د چنګاښ د ٢١مې نېټې هوکړه، هماغسې چې د افغانستان خلک يې تمه لري، پلې کېږي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.