لښکرګاه (پژواک ۲۶ چنګاښ ۹۳): د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو ترمنځ نښتو کې ١٤ وسله وال او يو پوليس وژل شوي، يو پوليس او اته وسله وال ټپيان دي.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالاحد چوپان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار وختي وسله والو د مارجې د سيستاني او ون سي سيمو پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.
د چوپان په وينا، په ځوابي ډزو کې يو پوليس او ١٤ وسله وال وژل شوي، يو پوليس او اته طالبان ټپيان دي، چې د ځينو وسله والو مړي په سيمه کې پاتې دي.
د امنيه قوماندانۍ وياند زياتوي، چې تر جګړې وروسته د طالبانو يو شمېر وسلې هم د پوليسو لاس ته ورغلې دي.
طالبانو د دغو نښتو په اړه څه نه دي ويلي خو طالب وياند قاري يوسف احمدي په سنګين ولسوالۍ کې د بريدونو په ترڅ کې د څو امنيتي سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP