کندهار (پژواک ٢٦ چنګاښ ٩٣): د کندهار امنيتي چارواکي وايي، په ښوراوک ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو پر يوې امنيتي پوستې ٧٠ کورنيو او بهرنيو وسله والو بريد کړى وو، چې په پايله کې يې يو سرحدي پوليس او ١٥ وسله وال وژل شوي دي.
د کندهار ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد د يادې شوې ولسوالۍ د چوولې په نوم د سرحدي ځواک پر پوستې تېره شپه د يوولسو بجو په شاوخوا کې شوى دى.
هغه زياته کړه، په دغه بريد کې له ٦٠ تر ٧٠ وسله والو برخه لرله، چې ډېرى يې پنجابيان، برمايان او چيچنيايان وو.
دى وايي، که څه هم د وسله والو شمېر زيات او په سپکو او درنو وسلو سمبال وو، خو سرحدي پوليسو ورسره تونده جګړه کړې او له هغوى څخه يې ١٥ تنه وژلي، چې جسدونه يې له وسلو سره يو ځاى د جګړې پر ډګر پاتې دي.
ده وويل، هغه شواهد او اسناد چې پوليسو ته په لاس ورغلي، ښيي چې د دغو بريدکوونکو ډېره برخه بهرنيان وو، چې تر بريد وروسته بېرته له ډيورنډ کرښې اوښتي دي.
د امنيت امر په دغې جګړه کې د يوه سرحدي پوليس د وژل کېدو خبر ورکړ او ويې ويل، چې نور يې کوم زيان نه دى اړولى.
وسله والو طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د کندهار د امنيت امر اطرافي ومنله، چې په دې وروستيو کې په کندهار کې د هوا له ګرمېدو سره د وسله والو مخالفينو فعاليتونه او بريدونه زيات شوي، خو هغه وويل چې هر بريد يواځې د مخالفينو په مرګ ژوبله پاى ته رسېدلى او مخالفينو کومه لاسته راوړنه نه ده درلودلې.
هغه دغه راز وويل، چې په دې وروستيو کې د وسله والو مخالفينو په ليکو کې د بهرنيو جنګياليو شمېر زيات شوى دى.
ده زياته کړه: ((افغانان نور له جګړې ستړي شوي او په اسانه جګړې کولو ته نه حاضرېږي، ځکه خو اوس بهرنۍ کړۍ په بريدونو کې له بهرنيو جنګياليو کار اخلي، ترڅو د دوى له خوا د وحشت په خپرېدو وښيي چې وسله وال اوس هم يو قوت دى.))
هغه د خپلې دغې خبرې د زبات لپاره وويل، چې روانه اونۍ په کندهار ښار او ولسواليو کې د بېلابېلو بريدونو پر مهال ٦٦ وسله وال مخالفين وژل شوي او ١١ ژوندي نيول شوي، چې ډېره برخه يې د پنجاب، برما او چيچن اوسېدونکي وو او د جګړې لپاره دلته رالېږل شوي وو.
د امنيت امر ډاډ ورکړ، چې په کندهار ښار او ولسواليو کې يې د امنيت د لا ښه خونديتوب په موخه ټولو امنيتي ځواکونو په ګډه چاڼيز عمليات پيل کړي او هڅه کوي په روژه او د اختر په ورځو کې د خلکو امنيت وساتي.