اسعداباد (پژواک ٢٦ چنګاښ ٩٣): د کونړ ولايت امنيه قوماندان وايي، چې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې نهه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د چنګاښ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغه بريد تېره شپه د چپې درې ولسوالۍ په ترنيک سيمه کې شوى دى.
هغه زياته کړه، وسله والو طالبانو په ياده سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ، چې د راکټ يوه مرمۍ نږدې د ګل رحمان په نوم د يوه تن پر کور ولګېده.
دى وايي ، چې په دغه بريد کې دوه ماشومان وژل شوي، د ښځو او ماشومانو په ګډون ٧ تنه ټپيان شوي دي.
د سيدخېل په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.