خوست، اسعد اباد ( پژواک، ۲۷ چنګاښ ۹۳ ) : امنيتي چارواکي وايي، چې په خوست او کونړ ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال ۱۸ وسلوال وژل شوي دي.
د خوست ولايت چارواکي وایي چې د ملي اردو او د دولت وسله والو مخالفينو ترمنځ نښته شوې، چې دواړو غاړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دې ولايت کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د لومړۍ پلې لواء قوماندان جنرال محمد ناصر هدايت پژواک خبري ژانس ته وويل، چې دغه جګړه تېره شپه د دې ولايت په موسی خېلو ولسوالۍ کې شوې ده.
نوموړي زياته کړه، نښته د ملي اردو پر يوه امنيتي پوسته د وسله والو مخالفينو تر بريد وروسته رامنځته شوه، چې په پايله کې يې څوارلس بريد کوونکي ووژل شول او دولس نور ټپيان شول.
جنرال هدايت وويل، دغې نښتې، چې شاوخوا دوه سوه وسله والو پکې برخه اخيستې وه، پوره درې ساعته يې دوام وکړ، چې له امله يې د ملي اردو يو سرتېری هم ووژل شو او شپږ نور ټپيان شول.
هغه دغه راز وويل، چې وسله والو په نښته کې د خپلو زياتره وژل شویو کسانو مړي له ځان سره لېږدولي دي، خو يوازې د درېيو کسانو مړي د نښتې په ځای کې پاتې دي.
د موسی خېلو ولسوالۍ د سره کلي يوه تن اوسېدونکي نادر خان، چې ياده امنيتي پوسته يې کلي ته نږدې پرته ده، پژواک اژانس ته وويل، چې په نښته کې دواړو غاړو د سپکو وسلو ترڅنګ درنې وسلې هم وکارولې.
نادرخان زياته کړه، چې د نښتې له امله د اوښتو تلفاتو په اړه کره معلومات نلري، خو سهار يې د وسله والو کسانو ځينې مړي ليدلي، چې د ملي اردو سرتېرو ته په لاس ورغلي وو.
د موسی خېلو ولسوالۍ د سره کلي پر دغې امنيتي پوستې د بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه ندی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.
د يادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ د خوست په ځاځي ميدان ولسوالۍ كې هم سلګونو وسله والو کسانو د سرحدي پوليسو پر امنيتي پوسته بريد کړی و.
د ياد شوي بريد په پايله کې د جګړې په ډګر کې تر څلوېښتو زیات د وسله والو مړي پاتې شوي وو. همدارنګه په دغه بريد کې اته سرحدي پوليس هم وژل شوي وو او څلور نور ټپيان وو.
د خوست والي عبدالجبارنعيمي وايي، چې د ځاځي ميدان په ياده شوې نښته کې د سيمې ولسي خلکو هم له سرحدي پوليسو سره څنګ په څنګ د وسله والو پرخلاف ونډه اخيستې وه.
دیو بل خبر له مخې په کونړکې بې پيلوټه طیارې څلورو وسلوالوته مرګ ژوبله اړولې.
ځایي چارواکي وایي چې دا برید د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ په درین ســـیمه کې د ایتـــلافي ځواکونو بې پیلوټه طیارې لخوا شوی دی.
دکونړ امنیه قومندان مل پاسوال عبدالحبیب سیدخیل پژواک ته وویل چې په دې برید کې دیوه قوماندان په ګډون څلور وسلوال وژل شوي او دوه ټپیان شوي دي.