محمودراقي (پژواک ٢٧ چنګاښ ٩٣): د افغانستان د حکومت له خوا د فلسطین له خلکو سره د مرستې په اړه د پروان او کاپیسا یو شمېر خلکو نیوکه کړې ده.
افغان حکومت دوه ورځي مخکې د فلسطين اړوند د غزې له خلکو سره د نيم ميليون ډالرو مرسته اعلان کړې وه.
د احمدشاه په نوم د پروان د جبل السراج يوه اوسېدونکي د چنګاښ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې ډېر غريب خلک شته چې مرستو ته زياته اړتيا لري، حکومت ولي له هغوى سره مرسته نه کوي.))
دغه راز د کاپيسا يو اوسېدونکى تمیم وايي: ((باید له بېوزلو مسلمانانو سره مرسته وشي خو زموږ هېواد غریب دی، هره ورځ له نړیوالو پیسې غواړي او په زرګونه غريبي کورنۍ دلته شته باید حکومت له دوی سره هم مرسته وکړي، که موږ ښه اقتصاد درلودی، په هغه صورت کې مو له نورو سره مرسته کوله.))
بلخوا د هېواد د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي پژواک ته وويل، چې د افغان دولت له خوا له فلسطین هېواد سره مرستې د سیاسي موخې له پاره شوې، نه د انساني مرستو پر اساس.
د سعيدي په وينا: ((د اسرایلو اړیکه له امریکا سره ښه ده او دلته کرزی غواړي د امریکایانو د مخالفت د اظهار په اړه خپله خواخوږي د فلسطین له خلکو سره وښيي چې دا مرسته د انساني او اسلامي اړیکو پر اساس نه، بلکې د یوې سیاسي موخې پر اساس شوې ده.))
خو په دې اړه د ولسمشر د ویاند مرستیال فایق واحدي پژواک ته وويل، چې له یاد هېواد سره مرسته د بشردوستۍ له مخې شوې ده.
فايق زياته کړه: ((دوه ورځي مخکې په ارګ کې د ولسمشر کرزي په مشرۍ د يوې غونډې په ترڅ کې پرېکړه وشوه چې د فلسطين له جنګ ځپلو کورنيو سره دې نيم ميليون ډالره مرسته وشي.))
د یادونې ده، د فلسطین خلکو د ملاتړ په موخه په اسلامي هېوادونو کې لاریونونه وشول تر څو د اسرایلو حکومت خپله جکړه د هغوی پر وړاندې ودروي.