Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مهترلام (پژواک ٢٧ چنګاښ ٩٣): د لغمان چارواکي وايي چې د دغه ولايت په مرکز مهترلام ښار کې شوې چاودنې يو ملکي وګړى وژلى او ١٤ نور يې ټپيان کړي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د چنګاښ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه نن سهار نهه نيمې بجې د مهترلام اړوند د غلې منډيي مخې ته  وشوه.

نوموړي زياته کړه، چې په دې پېښه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او ١٤ نور ټپيان دي.

ځواک وويل، دغه چاودنه د هغه ماين وه چې د يوه ناپېژانده کس له خوا پر موټرسايکل د ورانکاره کړنو په موخه لېږدول کېده.

د لغمان د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبداللطيف قيومي د چنګاښ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له يادې پېښې تر اوسه دوى ته نهه تنه ټپيان ور وړل شوي دي.

په دې اړه تر اوسه وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.