کابل (پژواک ٢٧ چنګاښ٩٣): ولسمشر حامد کرزي د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ د چاودنې د د قربانيانو له کورنيو سره وکتل.
دغه موټربم چاودنه د پکتيکا د ارګون ولسوالۍ د بازار په يوه مارکېټ کې د چنګاښ په ٢٤مه رامنځته شوه چې په پايله کې يې ٤٢ تنه ووژل شول او ٦٩ نور ټپيان وو.
ولسمشر حامد کرزى د يو شمېر دولتي چارواکو په ملتيا نن (د چنګاښ ٢٧مه) د پکتيکا ارګون ولسوالۍ ته سفر وکړ.
حامد کرزي د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره په خبرو کې هغوى ته د مرستو ډاډ ورکړ.
دغه راز نوموړي په بريد کې له هغو هټيوالو او خلکو سره هم د مرستې ژمنه وکړه، چې دوکانونه يې زيانمن او يا هم ويجاړ شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، د ولسمشر لومړى مرستيال يونس قانوني او د روغتيا وزيره ډاکټر ثريا دليل نن په کابل کې د ايمرجنسي په روغتون کې د ارګون د پېښې له ټپيانو سره وکتل.
سرچينه وايي، چې يونس قانوني له ټپيانو سره نغدي مرسته هم وکړه.
د يادولو ده، تېره ورځ (پنجشنبې) د پکتيا په زرمت ولسوالۍ د ولسمشر کرزي د امنيتي ګارډ او امنيتي سرتېرو د موټر پر کارون بريد کې څلور تنه ټپيان شوي وو.
د کرزي امنيتي ګارډ غوښتل د زرمت له لارې د پکتيکا ارګون ته ولاړ شي او هلته د حامد کرزي د سفر لپاره امنيتي تدابير ټينګ کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP