مزارشريف ( پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٣ ) : د بلخ ولايت د پوهنې رياست مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې ۱۵۰ ښوونځيو ته ودانۍ د جوړېدو په حال کې دي.
د پوهنې رييس قيس مهراين د چنګاښ په ۲۸مه، په مزارشريف ښار کې د قران کريم د نزول په وياړ د نبوي سيرت د سيالۍ د پيل د مراسمو په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په روان کال کې د بلخ ولايت د ښوونځيو د ودانيو د جوړېدو په برخه کې ډېر کار کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې د دغه ولايت په مرکز مزارشريف ښار او څوارلس ولسواليو کې ۱۵۰ ښوونځيو ته ودانۍ د جوړېدو په حال کې دي.
د هغه په وينا، په دغه برخه کې د ولسواليو ۱۴۰ ښوونځي او د مزارشريف ښار ۱۰ ښوونځي شامل دي.
مهراين وويل، چې د يادو ښوونځيو چارې په بېلابېل ډول له ۱۰ سلنې څخه تر ۹۵ سلنې بشپړې شوې دي، چې د روان کال په ترڅ کې به د ټولو ښوونځيو چارې بشپړې شي.
نوموړي په کوټلې توګه د ټولو ښوونځيو د ودانيو جوړېدو لګښت په اړه پوره معلومات نه لرل؛ خو زياته يې کړه، چې له ۳۴زره امريکايي ډالرو څخه تر ۲ميليونه امريکايي ډالرو لګښت پورې ښوونځي په کې شامل دي.
هغه د بېلګې په توګه د مزارشريف ښار د باختر لېسې د نوې ودانۍ د جوړېدو يادونه وکړه، چې ۱۶۴ خونې لري، چې دوه ميليونه امريکايي ډالر لګښت پرې راځي.
د مهراين په وينا، دوی هڅه کوي، چې د مسلکي ښوونکو او درسي موادو تر څنګ زده کوونکو ته په مناسب درسي چاپيريال کې د زده کړو اسانتيا برابره کړي.
د باختر لېسې زده کوونکي محمد رفيق وويل، چې دغه لېسه د بلخ ولايت له پخوانيو لېسو څخه ده؛ خو لا هم په کې درسي چاپيريال په پوره توګه برابر نه دی.
نوموړي زياته کړه، چې د لېسې انګړ زيات دی؛ خو ولې ودانۍ يې پخوانۍ ده، چې ځينې خونې يې د له منځه تلو له ګواښ سره هم مخ دي.
هغه د دغې لېسې لپاره د نوې ودانۍ په جوړېدو خوښي وښوده.
د پوهنې ريس قيس مهراين وويل، چې د دوی د پلان له مخې، په راتلونکو درې کلونو کې به د بلخ ولايت يو ښوونځی هم بې ودانۍ نه وي.
نوموړی زياته کړه، چې دم ګړۍ په بلخ ولايت کې څه باندې ۶۰۰ ښوونځي دي، چې ۲۵ سلنه يې ودانۍ نه لري.