Language

د بې پيلوټه الوتکې بريد کې څلور وسله وال وژل شوي

اسعد اباد( پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٣ ) : په کونړ ولايت کې د بهرنيو ځواکونو د يوې بې پيلوټه الوتکې بريد کې څلور وسله وال وژل شوي دي.

ددې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د چنګاښ په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا بريد تېره شپه د غـازي اباد ولســوالۍ په درين سـيمه کې شوى دى.

هغه زياته کړه، چې د بې پيلوټه الوتکې په دې بريد کې څلور وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د نوموړي په وينا، په وژل شويو کسانو کې د نعمان په نامه د وسله والو يو قوماندان هم شامل دى ، دغه راز يو پاکستانى هم په دې بريد کې وژل شوى دى.

امنيه قوماندان وويل، چې په دې بريد کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد دا بريد مني او زياتوي، چې په ترڅ کې يې دوه طالبان وژل شوي دي.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې په کونړ ولايت کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه  الوتکې بريدونه زيات شوي دي.