Language

په  سنګين کې شپږ  وسله وال طالبان وژل شوي

لښکرګاه (پژواک ۲۸چنګاښ۹۳) : د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د ملي اردو او ملي پوليسو په عملياتو کې د شپږو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړى دى

په  دې ولايت کې د۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي دفتر  له خوا د چنګاښ په ٢٨مه، په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عمليات تېره ورځ ناوخته  دسنګين ولسوالۍ په بېلابېلو سيموکې تر سره شوي دي.

سرچيني ويلي ، په  يادو عملياتوکې شپږ وسله وال وژل شوي ، خو افغان امنيتي ځواکونو ته زيان نه دی اوښتی او په سيمه کې اوس هم عمليات دوام لري.

بله خوا د وسله والو طالبانو وياند قاري  يوسف احمدي وايي، چې تېره شپه  يې شپږ تنه دولتي  سرتېري د يوه بريد په ترڅ  کې  په  مارجې او درې نور يې په سنګين کې د ماين په چاودنه کې وژلي دي.