Language

په نجراب کې يو پخوانى جهادي قوماندان وژل شوى

محمود راقي ( پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٣ ) : د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې يو پخوانى جهادي قوماندان له درېيو نورو کسانو سره د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا وژل شوى دى.

د نجراب ولسوالۍ د سربولۍ د مکتب سيمې يوه اوسېدونکي وحيدالله د چنګاښ په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د وسله والو مخالفينو په بريد کې پخوانى جهادي قوماندان منګرى، د هغه ورور ضابط شاغاسي او دوه نور کسان وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې منګرى د جمعيت اسلامي جهادي ګوند پخوانى سيمه ييز قوماندان و، خو اوس يې په سيمه کې دښمني لرله.

د نوموړي په وينا، دده دښمنان په سيمه کې ددولت له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى فعاليت کوي.

وحيدالله وايي ، چې دښمنانو يې له وسله والو مخالفينو سره د تېرې پنجشنبې په ورځ ده ته کمين نيولى و او له درېيو نورو کسانو سره  يې وواژه.

د کاپيسا امنيه قوماندان خواجه فقير احمدصديقي پژواک اژانس ته د قوماندان منګري د وژل کېدو د تاييد ترڅنګ وويل ، چې هغه پخوا دولت سره اړيکې لرلې، خو اوس يې نه درلودې.

دى وايي ، چې په دې بريد کې د هغه د کورنۍ درې نور غړي هم وژل شوي دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics