اسعد اباد ( پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٣ ) : په کونړ ولايت کې پوليسو ٣٦٥ عدده د چارتراش قاچاقي لرګي نيولي دي.
د کونړ والي شجاع الملک جلاله د چنګاښ په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ياد چارتراش تېره شپه د اسعداباد – جلال اباد پر لويه لاره د څوکۍ ولسوالۍ اړوند د سپين جومات په سيمه کې نيول شوي دي.
هغه زياته کړه، چې دغه لرګي د تېلو په يوه ټانکــرموټر کې په ډېر مهارت سره ځای پر ځای شوي وو ، خو ياد ټانـکر د ډېرسرعت له امله چپه شوى و.
د نوموړي په وينا، په سيمه کې مېشتو امنيتي ځواکونو د ټانکر د تلاشۍ پر مهال ياد لرګي ترلاسه کړل .
والي وايي ، چې ياد لرګي د ماڼوګي ولسوالۍ اړونده د بارکنډۍ له سيمې څخه راوړل شوي وو او غوښتل يې چې له ولايت څخه بهر يې ولېږدوي.
جلاله وويل ، چې موټر چلوونکى او قاچاقچي له سيمې څخه تښتېدلي او پوليسو يې پلټنه پيل کړې دي.
د کونړ والي زياته کړه، چې ياد ټانــکـــــر او ۳۶۴ چارتراش لرګي د کونړ ګمرک ته سپارل شوي دي.