ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د علومو اکاډمۍ مشره: د دې ادارې د يوې ودانۍ د غصب هڅه روانه ده

author avatar
20 Jul 2014 - 16:20
author avatar
20 Jul 2014 - 16:20

کابل (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩٣): د علومو اکاډمۍ مشره وايي، چې صديق افغان د يو شمېر امنيتي ځواکونو او څارنوالانو له لارې غواړي ، چې د دې ادارې يوه ودانۍ غصب کړي.

ياده ودانۍ د کابل ښار د لسمې حوزې اړوند په زنبق څلورلارې کې موقعيت لري.

د علومو اکاډمۍ مشرې څېړنپوه ثريا پوپل د يکشنبې په ورځ (د چنګاښ ٢٩مه) په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د علومو اکاډمۍ په ياد موقعيت کې په يوې احاطه کې دوه ودانۍ لري؛ په يوه کې يې د فلسفي رياضي نړيوال تحقيقاتي مرکز، چې مشر يې صديق افغان دى او په بله کې د ژبو او ادبياتو علمي مرکز ځاى پرځاى دي.

خو هغې زياته کړه، اوسمهال صديق افغان د ځينو څارنوالانو او پوليسو په ملاتړ د ژبو او ادبياتو مرکز علمي غړي مجبوروي، چې دا ودانۍ ورته تخليه کړي او د ده په واک کې يې ورکړي.

نوموړې وايي، دا په داسې حال کې ده ، چې د ژبو او ادبياتو د مرکز ودانۍ په ١٣٣٩ کال کې په يو ميليون او سل زره افغانيو پېرل شوې، چې يو ميليون يې محمد داوود خان ورکړي او سل زره يې د پښتو ټولنې (اوسمهال د ژبو او ادبياتو مرکز) له بوديجې څخه ورکړل شوې دي.

د دې په وينا، له بلې خوا د فلسفي رياضي مرکز ودانۍ د صديق افغان او د هغه د ١٣ کارکوونکو لپاره اضافه ده او بلې ودانۍ او خونو ته اړتيا نه لري.

پوپل وايي: “په هېڅ وخت کې د دې شاهد نه وو، چې د يوې دولتي ادارې د خونو او دفاترو په وېش کې دې لويه څارنوالي او پوليس لاسوهنه وکړي، د يوې ادارې رييس دې اړ کړي، چې د يوه کارکوونکي له غوښتنې سره سم، يوه پراخه ساحه د هغه په واک کې ورکړل شي. موږ په هيڅ صورت کې چمتو نه يو چې دا ودانۍ له لاسه ورکړو. صديق افغان هم د اکاډمۍ اړوند دى او د هغه د مرکز ودانۍ هم، همداراز د ژبو او ادبياتو مرکز ودانۍ هم د اکاډمۍ اړوند دى، موږ د اړتياوو پربنسټ خپلې ودانۍ او خونې وېشلي، که دا ودانۍ نوموړي ته پرېږدو، د ژبو او ادبياتو مرکز ته ځاى نه لرو.”

هغه زياتوي: “که پوليس او څارنوالان مداخله کوي، د قانون پر اساس دې مداخله وکړي، لومړى دې ماته اطلاع راکړي، له موږ سره دې کوڅه يي چلند نه کوي، متاسفانه چې نن يې له موږ سره کوڅه يي چلند وکړ.”

د کابل د لسمې حوزې امر مل پاسوال نجيب الله سمسور بيا پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د لويې څارنوالۍ د قرار پربنسټ د ملي امنيت د کارکوونکو او څارنوالانو په شتون کې غوښتل، چې ودانۍ تخليه کړي، خو د علومو اکاډمۍ د مشرې او علمي غړو يې مخنيوى وکړ.

د کابل د لسمې ناحيې رييس سيد نظام الدين وحدت وايي، چې ياده موضوع حقوقي بڼه لري او بايد له قانوني لارو هواره شي.

له پرله پسې هڅو سره سره، پژواک ونه توانېد، چې د يادې موضوع په اړه د لويې څارنوالۍ نظر واخلي.

دغه راز د رياضي فلسفي د مرکز مشر صديق افغان هم په دې اړه له خبريالانو سره له خبرو کولو ډډه وکړه.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.