جلال اباد (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩٣): د نورستان ولايت اوسېدونکي په دغه ولايت کې د روغتيايي خدماتو له کموالي شکايت کوي او وايي چې په دغه ولايت کې تر اوسه هېڅ مجهز روغتون نشته څو د ناروغانو بشپړه درملنه وکړي.
د نورستان د مرکز پارون ښار اوسېدونکي سلطان مير پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ټول نورستان کې داسې مجهز روغتون نشته چې د يوې ډېرې عادي ناروغۍ درملنه په کې وشي.
هغه زياته کړه چې د مرکز پارون اړوند روغتون کې مسلکي ډاکتران ډېر کم دي، درمل کم دي او ياد روغتون له ګڼو نورو ستونزو سره هم مخ دى.
نوموړى وايي: ((خلک اړ دي چې د ډېرې عادي ناروغۍ لپاره کونړ يا ننګرهار ولايت ته ولاړ شي، هلته يې هم بيا سمه درملنه نه کېږي.))
د پارون يوه بل اوسېدونکي ګل محمد هم پر حکومت نيوکه وکړه چې په تېرو ١٣ کلونو کې ونه توانېده چې په مرکز کې يو مجهز روغتون جوړ کړي.
دى وايي چې نورستان يو غرنى او سوړ ولايت دى او د ناروغۍ هم له دې امله تر نورو ولايتو په کې ډېره ده خو له بده مرغه دوى روغتون نه لري.
هغه زياته کړه: ((اوس يو کلينيک فعال شوى، خو نه په کې ډاکتر شته او نه هم درمل، يواځې څو نرسان په کې پر دندو ګومارل شوي دي.))
د نورستان ولايتي شورا پخواني غړي امان الله عنايت الرحمن هم پژواک اژانس ته د روغتيايي مرکزونو حالات خراب وبلل او ويې ويل چې په ټول ولايت کې يو مسلکي ډاکتر نشته.
نوموړي وويل چې په دغه ولايت کې د ښځينه مسلکي ډاکترانونه شتون ستر مشکل دى او ډېرى وخت د زېږون پر مهال يو شمېر ميندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
هغه زياته کړه: ((موږ ډېر خواشيني يو چې د نړيوالې ټولنې په دې دومره ډېرو مرستو کې موږ يو لوى روغتون هم نه لرو.))
دى وايي چې ډېرى وخت د ډاکترانو او درملو له نه شتونه ځيني ناروغان په لاره کې ضايع کېږي.
د نورستان د عامې روغتيا يوه چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې يواځې د يوې ولسوالۍ کلينيک فعال دي او پاتې ټول غيرې فعاله دي.
نوموړي زياته کړه، که څه هم دوى ډېره هڅه کړې خو تر دې مهاله نه دي توانېدلي په هغو ولسواليو کې چې روغتيايي مراکز تړل شوي بېرته يې خلاص کړي.
ده زياته کړه: ((داسې نه ده چې موږ هڅه نه ده کړې، خو امکانات پر خپل وخت نه ورسي، په ځينو کلينيکو کې پوستې هم جوړې شوې دي.))
بلخوا د نورستان والي حافظ عبدالقيوم پژواک اژانس ته ومنله چې په نورستان کې هېڅ روغتون نشته.
نوموړى وايي چې په نورستان ولايت کې يواځې څو په نوم کلينيکونه موجود دي چې ځيني يې فعال او ځيني يې غېرې فعال دي.
ده زياته کړه: ((موږ په مرکز کې هم يو روغتون نه لرو، دلته موږ يو کلينيک لرو چې دا مو هم اوس فعال کړى دى.))
د ده په خبره چې په مرکز کې يې اوس يو روغتيايي مرکز چې شل بستريز دى فعال کړى، خو تر اوسه يې کوم جراحي ډاکتر ورته نه دى پيدا کړى.
د والي په وينا، چې د نورستان اوسېدونکي له ګڼو روغتيايي ستونزو سره مخ دي او په نورستان کې داسې مجهز روغتون نشته چې د هغوى غوښتنو ته ځواب ووايي.
د نورستان والي زياته کړه چې په کامدېش او دواب ولسواليو کې کلينيکونه تړل شوي، يواځې په وايګل ولسوالۍ کې تش په نوم پرانيستى دى، خو نه مسلکي ډاکتر لري او نه هم نور اړوند امکانات.
حافظ عبدالقيوم وايي: ((د نورستان د روغتيايي مراکزو کيفي حالت بېخي له صفر سره ضرب دى، خو موږ په هڅه کې يو چې په نورستان کې يو مجهز روغتون ته ولرو.))
دى وايي چې په نوې بوديجه کې د مرکز پارون لپاره يو روغتون په پام کې نيول شوى خو تر دې دمه يې د بوديجې تخنيکي چارې نه دې بشپړې شوې.
هغه زياته کړه، چې مرکزي دولت دغه ولايت ته هېڅ ډول پاملرنه نه کوي، چې له امله يې د دغه ولايت خلک له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د نوموړي په خبره، چې په نورستان کې يو متر پوخ سړک نشته او نه هم په دغه ولايت کې کوم روغتون شته ، چې د ياد ولايت د اوسېدونکو ستونزې حل کړي.
والي زياته کړه: ((د مرکزي ادارې د نه پاملرنې له امله زه شخصاً د والي په توګه له ستونزو سره مخ شوى يم.))
دى وايي، چې په تېرو ديارلسو کلونو کې په دغه ولايت کې هېڅ مجهز روغتون نه دى جوړ شوى، چې روغتيايي ستونزې حل کړي.
حافظ عبدالقيوم وويل، چې تر دې مهاله يواځې يوه ولسوالۍ د ځمکې له لارې له مرکز پارون سره تړلې او نورې ټولې لارې بندې دي.
د نورستان والي په دغه ولايت کې د ښوونځيو له کيفيته هم سر وټکاوه او وايي،
چې په نورستان کې مسلکي ښوونکي هم نشته او ګڼ شمېر ښوونځي يې ودانۍ نه لري.
هغه پر اړوندو وزارتونو غږ وکړ، چې دغه ولايت ته زياته پاملرنه وکړي، ځکه چې دلته هر څه ګډوډ دي.
د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر کنشکا ترکستانى وايي چې وزارت يې د نورستان د خلکو اړتياوو ته په کتلو سره هغه روغتيايي مرکزونه فعال کړي دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې اوسمهال درې روغتونونه د دغه ولايت دولسوالۍ په کچه ، لس اساسي روغيتيايي مرکزونه، ١١ بابه نور مرکزونه، او درې بابه جامي روغتيايي مرکزونه په دغه ولايت کې فعاليت کوي.
د نوموړي په وينا، وزارت يې په دوامداره توګه ددغه ولايت روغتيايي مرکزونو ته اړونده طبي وسايل او درمل لېږدوي.
ياده دې وي چې له دې وړاندې د نورستان والي په دغه ولايت کې د پوهنې د کيفيت له ټيټوالي شکايت کړى و او ويل يې چې مرکزي اداره نورستان ته هېڅ پاملرنه نه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP