لښکرګاه (پژواک ۲۹ چنګاښ ۹۳): د هلمند د سنګین ولسوالۍ قومي مشرانو او د سیمه یيزو پولیسو قوماندان غوښتنه وکړه، چې سیمه يیزو پولیسو ته دې جنګي امکانات ډېر شي.
د دې ولسوالۍ دسیمه یيزو پولیسو قوماندان غلام جان خبریالانو ته وویل، چې په سنګین کې له سیمه یزو پولیسو پرته نور ارګانونه د امنیت په راوستو کې اغېزمن نه شي تمامېدلی.
نوموړي زیاته کړه چې دولت يې د ولسوالۍ د امنیت په راوستو کې بې پروايي کوي؛ سیمه يیزو پولیسو ته وسلي او مهمات نه ورکوي، ځکه يې له امله په سیمه کې جګړه اوږده شوې ده.
ده وویل، ځینې دولتي مسوولین قصداً د خپلو شخصي ګټو لپاره غواړي چې سنګین ناامنه کړي.
د دې ولسوالۍ يوه قومي مشر غلام حیدر خبریالانو ته وویل، هغه مسوولین چې د سنګین جګړه له مرکزه څاري د امنيتي ډاډ ژمنې کوي، خو په حقیقت کې د سنګین جګړه لا هم روانه ده.
نوموړي وویل، هغه ځواکونه چې له نورو سیمو راوستل شوي، ډېر امکانات او وسایل لري، خو له سیمې او خلکو سره د ناخبرۍ له امله اغېزمن نه شي کېدلی.
دى وايي، چې حکومت بايد په دې ولسوالۍ کې د سیمه يیزو پولیسو جنګي امکانات ډېر کړي.
د حاجي محمداسماعیل په نوم یو قومي مشر وايي، که حکومت سيمه ييزو پوليسو ته امکانات ډېر کړي ښايي د ډېرو ممکنه بريدونو مخنيوى پرې وکړي.
د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت د سیمه یيزو پولیسو غوښتنې پر ځای بولي خو وايي چې د کمزوري مدیرت له امله دې پوليسو ته جنګي وسایل نه دي ور رسول شوي.
همت پژواک خبري اژانس ته تاييد کړه چې اوس هم په سنګين ولسوالۍ کې جګړه روانه ده.
د امنيه قوماندان په وینا، د یوه پلان له مخې به تازه پر دنده ګومارل شوو او پخوانیو سیمه یيزو پولیسو ته وسلې، جنګي تجهیزات او اعاشه ورکړي.
همت دا هم وویل چې تازه يې عملیات پيل کړي او په نیول شوو سیمو کې به د ملي او سیمه یيزو پولیسو ګډې پوستې جوړې کړي څو بیا مخکنۍ تجربې تکرار نه شي.
د سنګین او په دريو نورو شمالي ولسوالیو کې جګړه په داسې حال کې روانه ده چې اوس مهال په مرکزي او جنوبي ولسوالیو کې هم د دولت د وسله والو مخالفینو خوځښتونه پیل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP