Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ننګرهار کې دوه زده کوونکي وژل شوي

جلال اباد-محمودراقي (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩٣): ناپېژانده وسله والو د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ د دوو لېسو دوه زده کوونکي وژلي او په کې د نښتې پر مهال شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خوګياڼو ولسوال حاجي نعمت د چنګاښ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن سهار شاوخوا اته بجې د کږې اړوند د ملکيار هوتک لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکى خپل ښوونځي ته پر لاره و، چې ناپېژانده وسله والو وواژه او له نوموړي يې يو کرولا موټر بيولى دى.

ده زياته کړه ، چې نن سهار نهه بجې د خوګياڼو ولسوالۍ د بر بهار په لېسه کې ناپېژانده وسله والو يو بل زده کوونکى د ازموينې پر مهال وژلى دى.

دى وايي: ((وسله والو مخونه پټ کړي وو او د امتحان صحنې ته ورپسې ورننوتلي او زده کوونکى يې وژلى دى.))

د خوګياڼو د روغتون امر ډاکتر نوراغا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دواړو پېښو جسدونه ور وړل شوي چې عمرونه يې تر اتلسو کلونو رسېږي.

تر اوسه د دغو وژنو مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د يو بل خبر له مخې، د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د نښتې پر مهال شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي اوسېدونکي وايي چې دا نښته تېره ورځ د شکوټ په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې سيمه ييز پوليس اله سای ولسوالۍ ته روان وو او په لاره کې د دولت وسله والو مخالفينو پرې بريد وکړ.

د شاه اغا په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل ، چې پرون د وسله والو او سيمه ييزو پوليسو تر منځ نښته کې درې ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

د کاپيسا د امنيه قوماندان د جنايي جرمونو امر سيدعباس سادات د پېښې د تاييد تر څنګ پژواک ته وويل، چې په دې نښته کې دوه ملکي کسان وژل شوي دي.

خو ده ونه ويل ، چې دغه کسان د چا پر ډزو وژل شوي دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.