ښرنه(پژواک،٢٩چنګاښ٩٣): د ولسمشرۍکانديد ډاکټر عبدالله عبدالله وايي،چې افغانستان سم لوري ته روان دى او څوک به پرېنږدي؛څو وضعيت د بحران لوري ته يوسي.
عبدالله عبدالله دا څرګندونې د چنګاښ په ٢٩مه د پکتيکا ولايت د ارګون په ولسوالۍ کې د سې شنبې ورځې د پېښې له قرباني کورنيو سره د لېدنې پر مهال وکړې.
ډاکټر عبدالله د ارګون د پېښې د قربانيانو کورنيو ته وويل ، چې د دې ولسوالۍ پر وروستۍ پېښه سخت خواشينى شوى دى.
د تېرې سې شنبه په ورځ اُرګون ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله لږ تر لږه ٥٠ تنه ووژل شول او ٧٠ نور ټپيان شول، چې د چارواکو په وينا، ټول يې ولسي وګړي دي.
د ولسمشرۍ دې کانديد د غمشريکۍ په توګه له غمځپولو کورنيو سره د پنځه ميليون افغانيو مرسته هم اعلان کړه.
ډاکټر عبدالله وويل: (( زه تاسو ته ډاډ درکوم؛ چې هېواد به د بحران خوا ته نه ځي او نه به څوک پرېږدو؛څو هېواد بحران ته يوسي.))
د دې ولسوالۍ ځايي خلکو د ولسمشرۍ له عبدالله عبدالله څخه مننه وکړ، چې د غمشريکۍ لپاره يې له دې ولسوالۍ څخه لېدنه وکړه.
د علي خان په نامه يوتن ، چې په دغه پېښه کې يې د کورنۍ دوه غړي له لاسه ورکړي پژواک ته وويل، چې پوښتنې ته يې د مشرانو په راتګ سره غم کم شوى دى.
ده له عبدالله څخه مننه وکړه، چې په دې سختو شرايطو کې يې له ارګون څخه ليدنه وکړه.
تر دې مخکې د ولسمشرۍ بل کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزى هم د غمشريکۍ به موخه ارګون ولسوالۍ ته تللى و .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن