درېيم تعقيب-لښکرګاه (پژواک٣٠ چنګاښ ٩٣):په هلمند کې د پوليسو پر موټرو شوي ځانمرګي بريد کې د يوه پوليس او يو ملکي وګړى ووژل شول او د ١٣ پوليسو په ګډون٢٠تنه ټپيان دي.
دغه ځانمرګى بريد نن نږدې ١٢بجې د مرکز لښکرګاه اړوند په لښکري سيمه کې د پوليسو پر هغو موټرو وشو، چې سنګين ولسوالۍ ته پر لاره وو .
په دې کتار کې د هلمند امنيه قوماندان هم شتون درلود.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ځانمرګى بريد د يو کرولا موټر په وسيله شوى دى.
ځواک وايي: ((ځانمرګي خپل موټر د پوليسو له يوه حاموې( زرهى) موټر سره جنګولى، يو پوليس او يو ملکي کس په کې وژل شوي او ١٥ تنه ټپيان دي، چې پوليس هم په کې دي؛ خو امنيه قوماندان ته زيان نه دى اوښتى.))
د هلمند د ايمرجنسۍ روغتون يوه نوکريوال ډاکټر پژواک ته وويل، له دې پېښې نه د يوه پوليس مړى او ٢٠ ټپيان چې اوه تنه يې ملکي وګړي او پاتې يې پوليس دي، دوى ته ور وړل شوي دي.
د حميدالله حميد په نوم يوه سرتېري، چې پر موټر يې ځانمرګى بريد شوى د پېښې په سيمه کې پژواک ته وويل: ((زه نه پوهېږم چې ټپي يم او که ښه، خو د سخت درد احساس کوم.))
دغه سرتېري چې پر ځان يې ښکاره ټپونه نه ښکارېدل وويل، په حاموې موټر کې ورسره يې خپل څو ملګري وليدل، چې سخت ټپيان شوي دي.
د پېښې عيني شاهد او د سيمې يو هټۍ وال محمد يوسف پژواک ته وويل، چې د موټربم دا چاودنه د يوه ځانمرګي له خوا د پوليسو پر يوه حاموې موټر يا ټانک شوې ده.
ده وويل: ((د پېښې پر مهال يوازې دومره پوه شوم، چې د هټۍ توکي پر ما راولوېدل، وروسته چې بهر ووتو، ومې ليدل يو رېکشاوان وژل شوى او پنځه نور ځايي هټۍ وال ټپيان دي.))
يوه بل عيني شاهد پژواک ته وويل، چې د چاودنې له امله په ياده سيمه کې د هلمند – کندهار لويه لاره تړل شوې او پوليسو سيمه کلابنده کړې ده.
ددې ځانمرګي بريد د ترسره کولو مسووليت وسله والو طالبانو منلى دى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې بريد نن غرمه د روزي محمد په نوم ديوه طالب له خوا د هلمند د نوي امنيه قوماندان پر کاروان وشو، چې له امله يې دوه ټانکونه ويجار او د امنيه قوماندان د ساتونکو په ګډون ٩ سرتېري وژل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP