چاريکار ( پژواک ٣٠ چنګاښ ٩٣): پوليسو د پروان د بګرام ولسوالۍ هغه څلور زندانيان ونيول، چې تېره شپه له درېيو نورو زندانيانو سره د زندان د امر تر ټپي کېدو وروسته تښتېدلي وو.
د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه تر پشلمي وروسته د دې ولسوالۍ د زندان يوه زنداني ويلي و، چې ناروغ دى او بايد مرسته ورسره وشي.
د قدوسي په وينا، د دې زندان امر محمدقاسم خان د ياد زنداني خونې ته ورغلى و، تر څو پر حال يې ځان خبر او مرسته ورسره وکړي،خو په دې خونه کې شته ٧ زندانيانو پر بريد کړى و.
دى وايي، چې يادو ٧ تنو جنايي زندانيانو له محمدقاسم څخه کلاشينکوف اخيستى و او په همدې وسلې سره د قاسم تر ټپي کولو وروسته تښتېدلي وو.
هغه وويل، چې پوليسو له يادو زندانيانو څخه څلور تنه د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې نيولي او د درېيو نورو د نيولو هڅې کوي.
د بګرام ولسوال وايي، چې محمدقاسم په پښه ټپي شوى ، د پروان په ولايتي روغتون کې بستر دى او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د بګرام ولسوالۍ زندان د يادو ٧ تنو په ګډون ٢٢ زندانيان لري او ټول د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو زنداني شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP