کابل ( پژواک، ۳۱ چنګاښ ۹۳ ) افغانستان د کرکټ په یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې زمبابوی ته په ماتې ورکولو سره تاریخي بریا خپله کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د چنګاښ په ۳۱ مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا لوبه نن د زمبابوی به بولاوای ښارکې ترسره شوه.
هغه زیاته کړه، چې افغانستان پچه وګټله خو لومړی یې زمبابوی ته د لوبې کولو بلنه ورکړه.
دی وایي چې د زمبابوی لوبډله په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو ۲۶۲ منډې جوړې کړې، دافغانستان له لوري دولت ځدران او افتاب عالم دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
هوتک وویل چې افغانستان یاد هدف د یوه په زړه پورې سیالۍ وروسته د اتو لوبغاړو په سوځیدو په وروستي اوور کې د اتو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې وګټله.
د نوموړي په وینا، د افغانستان له لوري جاوید احمدي ۵۶، عثمان غني ۴۳، سمیع الله شینواري ۴۱ او نبي عیسی خیل ۴۲ منډې جوړې کړې.
ملي لوبغاړي دولت ځدران د لوبې په وروستیو شیبو کې د څلورو شپږیزو په وهلو سره ۲۴ منډې جوړې کړې او د لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.
زمبابوی د کرکټ یو پیاوړی او د بشپړ غړیتوپ لرونکی هیواد دی، دغې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره افغانستان تاریخي بریا خپله کړه. تر دې مخکې افغانستان د بنګله دیش پیاوړې لوبډلې ته هم ماتې ورکړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP